کور / تازه خبرونه / رحمان ملک: د حکيم الله مسود د مړيني خبر دقيق نه دئ

رحمان ملک: د حکيم الله مسود د مړيني خبر دقيق نه دئ

د پاکستان د کورنيو چارو وزير رحمان ملک خپله هغه ادعا بيرته تصحيح کړه چي د قبايلي طالبانو د مشر په هکله يې کړې وه.
د پاکستان ملي ټلوېزون د رحمان ملک په حواله خبر ورکړ چي هغه د امريکا په يوه حمله کي تر زخمي کېدو وروسته ژوند له لاسه ورکړئ دئ.
د پاکستان ملي ټلوېزون ويل حکيم الله مسود د اورکزى ايجنسي د مومندو په سيمه کي پرون خاورو ته سپارل سوئ دئ.
خو د پاکستان د کورنيو چارو وزير وايي د دوى لومړني معلومات ښيي چي حکيم الله وژل سوئ دئ، خو که بيرته د هغه د ژوند په هکله کوم سند وړاندي سي د پاکستان حکومت به بيرته خپله خبره واخلي.
بلي خوا ته د قبايلي طالبانو وياند هم د حکيم الله مسود مړېنه ردوي او وايي هغه ژوندى دئ.
د حکيم الله مسود د مرګ او ژوند په هکله څو ځله متضاد خبرونه خپاره سوي دي، خو وروسته د طالبانو له خوا داسي شواهد وړاندي سي چي د هغه د مړيني خبرونه دروغ ثابت کړي.