د پاکستان دولتي ټلوېزون وايي د قبايلي طالبانو مشر حکيم الله مسود د هغو زخمونو له کبله مړ سوئ چي څو اونۍ دمخه يې د امريکا د بې پيلوټه الوتکو په بمباريو کي اخيستي وو.
هغه مهال هم داسي ګنګوسې وې چي ګني حکيم الله مسود وژل سوئ دئ، خو وروسته د نوموړي يو آډيو پيغام خپور سو چي ويل ژوندى دئ.
د پاکستان د کورنيو چارو وزير رحمان ملک وايي د دوى استخباراتي معلومات ښيي چي حکيم الله مسود مړ سوئ دئ او د اورکزى ايجنسي د مامون په سيمه کي خاورو ته سپارل سوئ دئ.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه