کور / تازه خبرونه / سعودي افغانستان ته ١٥٠ ميليونه ډالره مرسته اعلان کړه

سعودي افغانستان ته ١٥٠ ميليونه ډالره مرسته اعلان کړه

د سعودي د بهرنيو چارو وزارت وايي د دې هيواد شاهي حکومت له افغانستان سره د ١٥٠ ميليونه ډالرو مرسته اعلان کړې چي په راتلونکو درو کلونو کي به يې افغان حکومت ته ورکړي.
د بهرنيو چارو وزارت په وينا دغه مرسته يې د لندن په کنفرانس کي اعلان کړې چي د جنوري پر ٢٨ – مه ترسره سو.
د سعودي د بهرنيو چارو وزير وايي دغه پيسې به افغان حکومت د خپل هيواد په پرمختيايي او امنيتي چارو کي په مصرف ورسوي.
د سعودي د بهرنيو چارو وزير سعود الفيصل همدا راز وويل، د افغان ستونزي د هواري دپاره پوځي حل لاره نسته، بايد دولت او مخالفين يې خبرو ته سره کښېني.