د المان لومړۍ وزيري انجيلا ميرکل ويلي د افغانستان د سولي په خبرو کي بايد پاکستان نوره ونډه هم واخلي او له طالبانو سره د افغان حکومت په خبرو کي منځګړتوب وکړي.
د المان لومړۍ وزيره پر داسي مهال د پاکستان د ونډي اخيستلو خبره راپورته کوي چي د پاکستاني استخباراتو مامورينو تېره اونۍ د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولي مشروطه وړانديز کړئ وو.
د پاکستان يوه استخباراتي مامور تېره اونۍ وويل که افغان حکومت د په افغانستان کي د هندوستان اوسنى پراخ نفوذ محدود کړي، دوى تيار دي چي طالب مشران د سولي خبرو ته تشويق کړي.