د هايټي حکومت وايي له دغه هيواد څخه د وتلو پر مهال يې لس امريکايان د هاټي د بې سرپرستو ماشومانو د تښتوني په تور نيولي دي.
د هايټي د اطلاعاتو وزير ميري لارنس وايي دغو کسانو د هايټي څخه ١٣ ماشومان په ناقانونه توګه ايستل چي په هکله يې له نيول سويو کسانو څخه تحقيقات شروع سوي دي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت هم د خپلو اتباعو نيول تصديقوي خو دا يې نه دي ويلي چي هغوى په کوم جرم نيول سوي دي.
له نيول سويو امريکايانو څخه يوې مېرمني چي د کومي خيريه موسسې کارکوونکې ده وايي دوى کوم بد کار نه دئ کړئ، دغه ماشومان چي پلرونه او مندي يې په زلزله کي د لاسه ورکړي دي، دوى د بشري عاطفې له مخي امريکا ته بېول چي د اولادونو په توګه يې وروزي.