په شمالي وزيرستان کي د امريکا د بې پيلوټه طيارو په تازه حمله کي نهه تنه وژل سوي دي.
دغه بمبارۍ د شمالي وزيرستان په دته خېل سيمه کي پر يوه کور سوې چي وايي څلور راکټونه يې پر غورځولي دي او د جلال الدين حقاني د ګروپ اړوند وسله والو يو کور يې په نښه کړئ دئ.
خبر وايي په دغه کور کي د الوتکي يوه نوې ويشتونکې وسله ځاى پر ځاى سوې وه چي هغه هم په حمله کي له منځه تللې ده.
د سيمي اوسېدونکي وايي په اوسني بريد کي هغه راکټ له منځه تللئ چي څلور ورځي دمخه يې په همدې سيمه کي يوه امريکايي الوتکه را اچولې وه.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه