افغان جرګه:
دې خپلواكې ورځپاڼې پخپل لومړي مخ كې د لندن د غونډې د اعلاميى ځينې مهم ټكي خپاره كړي او ليكلي، چې په افغانستان كې به له مخالفينو سره د سولې لويه جرګه جوړيږي او پس له دې به د امنيت او بيارغونې د چارو مشري د افغان دولت په غاړه وي.
ورځپاڼې په دوام كې ددې اعلاميى په حواله ليكلي، چې نړيواله ټولنه به په افغانستان كې د امنيت او ثبات د ټينګښت لپاره د اوږدې مودې لپاره پاتې كيږي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې د لندن د غونډې په پاى بحث كړې او ليكلي، كه څه هم ددې غونډې پايلې په كاغذ هيله بښونكي دي، خو د ورځپاڼې په وينا شته مسايل بايد د افغانانو لخوا حل شي.
په ورځپاڼه كې د ملګرو ملتونو د يو چارواكي په حواله دا هم ليكل شوي، چې ددغه سازمان د ځانګړي استازي كاايده او د ځينو طالب مشرانو ترمنځ پټې خبرې شويدي.
ورځپاڼې د سولې په خبرو كې د منځګړيتوب لپاره د سعودي د بهرنيو چارو د وزير په حواله ليكلي، چې يوازې پدې شرط منځګړيتوب كوي، چې طالبان له ترورستي ډلو سره اړيكي پريږدي.
هيواد:
دې دولتي ورځپاڼې هم د خپل لومړي مخ زياتره مطالب د لندن غونډې ته ځانګړې كړي او په غټو ټكو سره يى ليكلي، چې دا غونډه په برياليتوب سره پاى ته ورسيده او نړيوالې ټولنې د ولسمشر كرزي د نوى طرحې بشپړ ملاتړ وكړ.
ورځپاڼې غونډې ته د افغان دولت لخوا په وړاندى شويو طرحو هم بحث كړې او د ملګروملتونو د ځانګړي استازي په حواله يى ليكلي، چې افغان دولت دې غونډې ته ډيره پياوړې او هر اړخيزه اجنډا راوړې وه.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې هم د غونډې په محتوياتو بحث كړې او ددې ترڅنګ، چې هغه يى يو بريالۍ غونډه بللې ليكلي، چې اوس افغانان بايد له دې حالته ګټه پورته كړي او پخپل هيواد كې سوله او امن ټينګ كړي.
راه نجات:
دې نا دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې دا انتقاد كړې، چې د لندن په غونډه كې د افغان دولت طرحې په سمه توګه تر بحث لاندې رانغلې او له همدې امله افغانستان له دې غونډې كومه ځانګړې لاسته راوړنه نه درلودله.
ورځپاڼې په دوام كې ليكلي، چې نړيوالې ټولنې اوبه له ورخه تيري كړي او پدې غونډه كې يى د افغانستان د ستونزو حل ته جدي پاملرنه نده كړې.
دې ورځپاڼې هم په دوبۍ كې له يو شمير طالب مشرانو سره د ملګرو ملتونو ډ ځانګړي استازي ليدنې ته په اشارې ددغه سازمان د يو چارواكي په حواله ليكلي، چې طالبان د سياسي مشاركت لپاره تيار دي.
په ورځپاڼه كې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د نوى ځانګړي استازي په ټاكلو هم انتقاد شوې او ليكل شوي، چې د ملګرو ملتونو دغه مهم پوسټ يو ناپيژندل شوي ډيپلوماټ ته وركړل شوې.
هشت صبح:
دې نا دولتي ورځپاڼې بيا د لندن غونډه يوه داسې غونډه توصيف كړې، چې نه يى كومه طرح درلودله او نه هم كومه لاس ته راوړنه.
ورځپاڼې ليكلي، حقيقت دا دې، چې د لندن غونډې لكه څرنګه، چې يى تمه كيدله د طالبانو په اړه يى كومه ځانګړې پريكړه ونكړه او روښانه نده، چې دا موضوع به د كابل د غونډې د نتايجو تر روښانه كيدو پورې تعقيب شي او كه نه؟
ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې ليكلي، چې بريتانيى د لندن د غونډې په درشل كې ايران له وسلوالو طالبانو سره په مرستې تورن كړې او ليكلي، چې ايران په افغانستان كې د حالاتو د خرابولو هڅه كوي.
اصلاح او انيس:
دې دولتي ورځپاڼو هم په بيلابيلو مطالبو كې د افغانستان او سيمې وروستي پرمختګونه څيړلي دي.
انيس پخپله سرمقاله كې د لندن په غونډه كې د افغانستان د شتو د هواري لپاره د شويو ژمنو د عملي كولو په هدف د يو واقعبينانه ميكانيزم د جوړولو سپارښتنه كړې.
خو اصلاح بيا د لندن غونډه، چې پكې د افغان دولت د طرحو ملاتړ شوې د افغانانو پر اوږو د يو سترمسؤليت بللې او ليكلي، چې له دې فرصت نه بايد په هيواد كې د امنيت د ټينګښت لپاره په پراخه كچه ګټه پورته شي.
افغانستان ټايمز:
دې خپلواكې ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې پدې ټينګار كړې، چې افغان دولت د لندن په غونډه كې د ټاكل شويو اهدافو د ترلاسه كولو لپاره نړيوال ملاتړ ته اړتيا لري.
ورځپاڼې ليكلي، كه څه هم پدې برخه كې ژمنې شوي، خو د ورځپاڼې په وينا د افغانستان ګاونډي او د ناټو غړي هيوادونه، ملګري ملتونه او د نړيوالې ټولنې نور غړي بايد خپل ملاتړ په عمل كې ثابت كړي، څو افغان دولت خپل اهداف ترلاسه كړاى شي.
ورځپاڼې پخپل ننني كارټون كې يوه ونه انځور كړې، چې امنيت، بيارغونه، پخلاينه، پوهنه او پراختيا د افغانانو هيلې ښودل شوي او دا ښودل شوې، چې اوس د ټولو سترګې د لندن د غونډې پايلو ته دي.