د رويټرز خبري آژانس د طالبانو د وياند په حواله خبر ورکړ چي طالبان د افغان ولسمشر حامد کرزي او نړۍ والي ټولني د سولي پر وړانديز غور کوي.
قاري يوسف احمدي رويټرز ته ويلي د لندن په پروني کنفرانس کي د سولي پر وړانديز باندي به د طالب مشرانو شورا ډېر ژر غور وکړي او د منلو او نه منلو په هکله به فيصله اعلان کړي.
طالب ويندويانو تر دې دمخه د افغان حکومت د سولي هر راز وړانديزونه رد کړي وو، خو دا لومړى ځل دئ چي خبره يې د خپلو مشرانو رسمي فيصلې ته معطله کړې ده.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه