د عوامي نيشنل مشر اسفنديار ولي خان د پښتونخوا طالبانو ته د سولي وړانديز وکړ.
نوموړي په اسلام آباد کي خبريالانو ته وويل د سوات عملياتو وښوده چي عام ولس ترهګري او جنګ نه غواړي ځکه خو طالبانو ته هم لازمه ده چي زور زياتى پرېږدي او د سولي لاره غوره کړي.
اسفنديار خان وويل د پښتونخوا ايالتي حکومت حاضر دئ چي له هغو طالبانو سره خبري وکړي، کوم چي له جګړې څخه لاس اخلي.