له کومي ورځي راهيسي چي د کرزي له خوا د طالبانو سره د خبرو پلان اعلان سوئ دئ، ورسره سم د افغانستانيانو نارې سورې هم د دې مذاکراتو په مخالفت کي له يوه او بل کونج څخه پورته سوي دي.
دوى چي له يوې خوا د کرزي پر شاوخوا راغونډ دي، د استخباراتو، پوځ او پوليسو لوړ – لوړ پوسټونه يې په لاس کي دي، له بلي خوا په پارلمان ننوتلي دي او د سياسي اپوزيسيون سربراهي هم د ملا برهان الدين رباني او ډبل عبدالله په مشري ورپه برخه ده، ځکه خو تر وروستي بريده هڅه کوي چي دغه پروسه په يو نه يو ډول ناکامه کړي.
په دې کي خو شک نسته چي که طالبان، حکمتيار او کرزى سره جوړ سي، په هماغه ورځ به د دوى د بې انصافه واک د اته کلني واکمنۍ مزې او چړچې هم ختمېږي.
افغانستانيان چي هيواد ته د سولي په راتګ کي خپل زوال ويني، په کابل کي يې د اېران د معاش خورو رسنيو په وسيله د طالبانو پر ضد د بشري حقونو، د ښځو د حقونو او يا نورو بهانو په کولو له مخکي لا د سولي تخريب پيل کړئ دئ. د پارلمان ځيني افغانستاني وکيلان چي د طالبانو سره په مذاکراتو کي خپل تاوان ويني يوه ډېره ماشومانه او د خندا وړ نيوکه کوي، چي کرزي د سولي په هکله له دوى سره مشوره نه ده کړې، ځکه خو دا بهير له اوسه لا ناکامه دئ.
دلته که سړى فکر وکړي هغه ټولي ګنګوسې په زبات رسېږي، چي د طالبانو په پاڅون کي دوى (افغانستانيانو) په غير مستقيم ډول لاس درلودئ، ځکه په افغانستان کي د جنګ او د دوى د واکمنۍ دوام سره تړلي دي، ځکه خو يې د خپلو جاسوسانو په ذريعه په پښتني سيمو کي د امريکايانو ړندو بمباريو ته زمينه مساعدوله او دغه بمبارۍ او د امريکايانو ظلمونه د دې باعث سول چي طالبان يو ځل بيا راپورته سي.
هسي خو حامد کرزي له ٢٠٠١ کال راهيسي په خوله د طالبانو سره د سولي نارې وهلې، خو عملاً يې د پرمختګ پر ځاى ځکه پر شا تګ کاوه، چي له يوې خوا يې طالبانو ته د سولي وړانديز کاوه، له بلي خوا يې پر شاوخوا ناستو افغانستانيانو هر طالب تروريست او هر پښتون طالب معرفي کاوه، زندانونو ته يې اچول، بمبارۍ يې پر کولې او د القاعدې او تروريست په نوم يې وهل، ډبول او تر ډول_ ډول شکنجو وروسته بيرته د پيسو په مقابل کي خوشي کول، چي دا ټول د طالبانو د مقاومت د پياوړتيا سبب وګرځېدل.
اوس چي تر اتو کلونو وروسته نور د دنيا د ٣٤ هيوادونو د زغم کاسه هم ډکه سوې ده، د بهرنو پوځيانو له زياتوب سره – سره د افغانستان امنيتي وضعيت ورځ په ورځ د طالبانو په ګټه بدلون مومي، بهرني ځواکونه هره ورځ تلفات ورکوي، د عسکرو مورال يې ضعيفېږي، له افغان جنګ سره د هيوادونو د اتباعو مخالفت راپارېږي، اقتصاد ته يې تاوان رسېږي، ځکه خو په افغانستان کي تر کاملي ماتي د اوړو د پزي جوړول هم غوره ګڼي.
دا چي له يوې خوا بهرني هيوادونه له افغانستان څخه د وتلو په بهانه پسي ګرځي او اته کاله وروسته د طالبانو سره د افغان حکومت له مذاکراتو ملاتړ کوي، له بلي خوا په جګړه کي ټول ښکېل اړخونه هم په دې نظر دي چي د هر جنګ پاى سوله ده. افغانستان هم له پنځه دېرشو کلونو راهيسي د اور په لمبو کي سوځي، افغان ولس هم له جنګ څخه کرکه لري، نو دغه جنګ چي تر سبا نن ژر پاى ته ورسېږي هم د افغانانو او هم د نړۍ والو په ګټه دئ.
اينجانب د يوه افغان په حيث له حامد کرزي، طالبانو او حزب اسلامي له مشرانو څخه هيله کوي، چي د افغانستان او افغانانو د ژغورلو لپاره لاسونه سره ورکړي، او افغانستانيانو ته عملاً وښيي، چي که دوى ژاړي که خاندي – کې زړه غواړي که نه غواړي، بالاخره به هيواد ته سوله راستنېږي.