نن د جمعې په ماښام د کندهار پر هوايي ډګر راکټي حمله وسوه، چي وايي مرګ ژوبله نلري.
دا په يوه اونۍ کي دريمه راکټي حمله ده چي د کندهار په هوايي ډګر کي د بلغاريايي پوځيانو پر مرکز باندي کېږي.
لومړۍ حمله څلور ورځي او دوهمه دوې ورځي دمخه ترسره سوي دي، چي لومړى يې څلور بلغاريايي او څلور رومانيايي عسکر ټپيان کړل.
د بلغاريا ولسمشر خپلو پوځيانو ته د نورو دغسي حملو په هکله له مخکي لا د تيارسئ او بيدارۍ لارښوونه کړې وه.
هسي خو د کندهار په هوايي ډګر کي پر امريکايي، برتانوي، کاناډايي عسکرو سربېره د نورو هيوادونو پوځي مرکزونه هم موجود دي، خو دا چي دغه بريدونه ولي يوازي پر بلغاريايي ځواکونو کېږي خپله يوه پوښتنه ده.