دهلمندپه مرکزلښکرګاه کې ديوه مارکېټ ودانۍ ته ،چې دملي اوردويوې قرارګاته څېرمه موقيعت لري وسله وال کسان داخل سوي اودملې اوردوپرقرارګاه ډزي کوي
ويل کېږي چې په بريدکونکووسله والوکې ځانمرګي بريدکونکې هم شامل دي
تراوسه دهلمندامنيتي چارواکې دپېښي دقربانيانوپه اړه څه ويل له وخت څخه مخکې کاربولي .
دافغان اونړيوالوځواکونوله لوري دځمکې اوهوا له لاري دپېښي سيمه کلابنده ده اوددواړوخواوترمنځ ډزي روانې دي
خوعيني شاهدان وايې چې دپېښي له ويري څخه دلښکرګاه ښارټول دوکانونه تړل شوي اوپه ښارکې يوازي پوځي سرتيري لېدل کيږي
هغه مارکېټ چې وسله والوکسان پکښې دي نوي جوړېږي اوپرسريې دنړيوالوځواکونوچورکلي دهوا له لاري ګښت کوي
داسي اندېښنې موجودي ددي چې ښايې دغه پېښه دکابل دتيري اونۍ پېښي ته ورته وي
دپېښي په اړه به نورجزيات وروسته پرليکه سي