کور / شعر / غزل

غزل

نه مې اغيار بولي نه زړه کې راله زړه راکوي
زه لا په تمه يم چې دا به ماله خوله راکوي

ما خو ديار په سپکو سپورو شاعري کوله
اوس چې شعر نه ليکم اوس يار غمونه نه راکوي

زړه پښتانه يو له فرياد سره ښه نه ښکارېږو
خير که دښمن راله دردونه ډېر درانه راکوي

نوره کم عقله ده وړه ده په هېڅ نه پوهېږي
حيران په دې يم ځوابونه ډېر پاخه راکوي

( غورځنګ ) د مينې کچکول بيا غاړې ته واچولو
دا ځل به وګورم چې څوک خيرات کې څه راکوي