کور / شعر / غزل

غزل

ستا دحسن په شغلوکـې زه سوزيږم
ښکلــې مخ ته په کتودې نه مـــړيږم
حسرتونه ښه پريمــــانه دي اوزه يم
دطبيب په تمه تمه چـــــــې ګرځيږم
مــلامت نه يم، بيماردخـوږزړګې يم
په ويلودخپل حال ګـــــوره شرميږم
ګيردمينې په څپو کــــــې يم زاهده!
دجنون په سمندرکــــــــې ورګډيږم

ځان خبرکـړه دامان دزړه له حـاله
زوردمينې دې چې تاپسـي کړيږم