د جنوري پر ٢٨ – مه د انګلستان په پلازمېنه لندن کي د افغانستان په هکله يوه ورځنى نړۍ وال کنفرانس ترسره سو.
دغه کنفرانس د برتانيې د لومړي وزير ګورډن براون په نوښت رابلل سوئ و، چي غټي موخي يې افغان امنيتي ځواکونو ته د خپل هيواد د مسئوليت سپارل او له طالبانو سره د خبرو اترو دپاره د لارو چارو لټول وو.
د کنفرانس پرانيستونکې وينا د برتانيې لومړي وزير ګورډن براون وکړه، چي له افغان حکومت سره يې خپله ژمنه تازه کړه. براون وويل نړۍ واله ټولنه د حامد کرزي د حکومت سره اوږه پر اوږه ملګريتوب کوي، د افغان پوځ او پوليسو په روزنه کي به خپلي هڅي نوري هم چټکي کړي، چي هغوى د خپل هيواد د ساتني جوګه سي.
ولسمشر کرزي په خپله وينا کي پاکستان او سعودي عربستان ته وړانديز وکړ، چي په افغانستان کي د سولي د راتګ په چارو کي مرسته ورسره وکړي، نوموړي په ځانګړې توګه د سعودي د پاچا څخه وغوښتل چي له طالبانو سره د سولي پيل سويو خبرو ته دوام ورکړي.
حامد کرزي وويل طالبان به حکومت ور ګډ کړي او له دوى سره د مذاکراتو په خاطر به د راتلونکي لمريز کال په پسرلي کي لويه جرګه راوغواړي. نوموړي پر طالبانو يو ځل بيا ږغ وکړ چي له القاعدې څخه ځانونه جلا کړي او له زور زياتي څخه لاس واخلي.
د غونډي بلي وينا والي د امريکا د بهرنيو چارو وزيره هيلاري کلنټن وويل تر هغو چي افغان ځواکونه پر خپلو پښو درېدلي نه وي امريکا به له افغانستان څخه خپل ځواکونه ونه باسي.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون وويل افغانستان له يوه اوږدمهاله کړکېچ سره مخامخ دئ، خو له دې بحران څخه د وتلو ذمه واري يې د نړۍ والي ټولني پر غاړه ده.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي د افغان پوځ او پوليسو په روزنه کي د پاکستان د ونډي اخيستلو ته ځيګر وډباوه.
نوموړي وويل تر ٢٠١١ کال پوري د ٣ لکه افغان پوځ او پوليسو په روزنه کي د دوى هيواد مرستي ته تيار دئ.
دې کنفرانس ته د افغانستان د لوېديځ ګاونډي اېران استازى نه و تللئ، چي په هکله يې د برتانيې د بهرنيو چارو وزير ډيويډ ميليبنډ وويل اېران د افغانستان د سولي او ثبات په هکله د نظر څرګندولو يوه ښه موقع د لاسه ورکړه. خو د اېران حکومت ويلي دوى ځکه په دې کنفرانس کي ګډون ونکړ چي هلته افغانستان ته د نورو بهرنيو عسکرو د راتګ خبره مطرح وه.
دغه کنفرانس چي د نړۍ د ٧٠ هيوادونو د استازو په ګډون جوړ سوئ و، له طالبانو سره يې د حامد کرزي د سولي له پلان څخه يې ملاتړ څرګند کړ.
حامد کرزى وايي د طالبانو ډېرى جنګيالي بېکاره افغاني ځوانان دي چي د پيسو په خاطر له هغوى سره درېدلي دي او بايد د کار زمينه او اقتصادي فرصتونه ورته برابر سي چي د جنګ څخه لاس واخلي. نوموړي همدا راز ويلي چي د طالب مشرانو نومان دي د تور ليست څخه و ايستل سي، په يوه منځګړي هيواد کي پناه ورکړل سي او د هغوى کنګل سوي شتمنۍ دي بيرته ورکړل سي چي له حکومت سره خبرو ته حاضر سي.
طالبانو تر دې وړاندي له حکومت سره د خبرو يوازنى شرط د بهرنيو ځواکونو وتل په ګوته کړئ دئ، خو پرون يې د لندن کنفرانس ته يوه نسبتاً نرمه اعلاميه خپره کړه.
طالبانو ويلي وو چي که د لندن په کنفرانس کي هم د افغانستان اصلي ستونزي يعني د بهرنيانو وتلو ته لاره ونه لټول سي، د بن، توکيو او لندن د نورو کنفرانسونو په شان به بې نتېجې، د وخت د ضايع کولو او ملتونو د غولولو په معنى وي.
طالبان وايي دوى د حکومت سره خبرو ته حاضر دي، خو بهرنيان به له افغانستان څخه وزي، د طالبانو ټول بنديان به خوشي کېږي او د مشرانو نومونه به يې له تور ليست څخه پاکېږي.