ميرزا محمدعلي دميرزا عبدالرحيم تبريزي اصفهاني زوی مشهور په صائب دصفويانو په پيړ کې د فارسی ژبی د هندی سبک لوی شاعر اواستادو د هغه د زیږیدو نیټه نه ده مالومه د هغه اکا شیرین قلم مشهور په شمس ثانی د خط استاد و او پلار يې د اصفهان یو تجار و.
هغه(۱۰۳۴ ه ق )کې هندوستان ته ولاړ بیا له هغه ځایه یې هرات ا و کابل ته سفر وکړ او د کابل حکمران هغه له ځانه سره دکن ته بوت او هلته شاه جهان هغه ته د مستعد خان ساینوم ورکړ
هغه بیرته ایران ته ولاړ دویم شاعباس صفوی هغه ته د ملک الشعر ساینوم ورکړ
هغه د اویاو شاوخوا کلو په عمر په اصفهان کې وفات شو د هغه د شعرونه کچه له شپیتو زرو څخه تر یو سلو شل زره بیته ده
هغه په ترکي هم شعرونه ویلی دی
د هغه سبك هندي و د هغه په شعرونو کې ډیر دقیق اخلاقي او ټولنیز توکي شته که د طنز له نظره ورته وکتل شي شعرونه يې ډیر ځانګړی جذابیت او خوږ والی لري
هغه د خپل ځای په هکله وايي
صائب از خاک پاک تبریز است
هست سعدی گر از گل شیراز
د صایب په خپلو شعرونو کې له تخیل، ارسال المثل ، تمثل، استعاره، کنایه او تشبیه څخه ډیر کار اخیستی دی او شعرونه يې ډیر اخلاقي اوعرفاني توکي لري.
هغه په طنزی توکو کې ډیر له ادبي فنونو څخه کار اخیستی دی لکه په لاندې شعر کې چې هغه دارسال المثل څخه ډیر زړه راکښونکی کار اخلي
من از بیقدری خار سر دیوار دانستم
که ناکس کس نمیگردد از این بالانشینیها
ظالم به ظلم خویش گرفتار میشود
از پیچ و تاب نیست رهایی کمند را
ما زنده به آنیم که آرام نگیریم
موجیم که آسودگی ما عدم ماست
جسم خاکی مانع عمر سبک رفتار نیست
پیش این سیلاب کی دیوار میماند به جا
د دیوال له پاسه د ځوز له بې قدری پوه شوم
په لوړ کښینستلو له ناکسه نه جوړیږي کس
ظالم اخیر په خپل ظلم کې راګیریږی
کمند د خپل پيچ او تابه نه خلاصیږی
دی ته ژوندي یو چې ارام نه کښینو
څپه یو نه ځوښت مو ده مړینه
خاورین بدن د خوار ژوند لامل نه دی
دی سیلاب ته کله دیوال پاته کیږي پر ځای
ارسال التمثل د شعر یوه ځانګړتیا ده په یو مصرع کي مطلب بیانوی او په بله مصرع د طبعیت یا کوم شی یو مثال راوی او هغه په اثباتوي.
صایب یو طنزی شعر د حافظ د شعر په ځواب کې ویلی دی
حافظ
اگر آن ترک شيرازي بدست آرد دل مارا
به خال هندويش بخشم سمرقندو بخارا را
که ښکلې د شیراز راشی غیږ ته زما
تر هندوی خال به يي جارکړم سمرقند او بخارا
په طنز ځواب ورکوی صائب تبريزي
اگر آن ترک شيرازي بدست آرد دل ما را
به خال هندويش بخشم سر و دست و تن و پا را
هرآنكس چيز مي بخشد زمال خويش مي بخشد
نه چون حافظ كه مي بخشد سمرقند و بـخارا را
که ښکلې د شیراز راشي غیږ ته زما
تر هندوی خال به يي جارکړم سر و لاس اوپا
هر څو ک چې څه بښي ودی بښي له خپله جیبه
نه لکه حافظ چې بښي سمرقند او بخارا
نور بیا