کور / تازه خبرونه / برتانيه: اېران موقع د لاسه ورکړه

برتانيه: اېران موقع د لاسه ورکړه

د برتانيې حکومت وايي د اېران حکوت د افغانستان په چارو کي يوه ښه موقع وروسته له هغه د لاسه ورکړه چي نن يې د لندن په کنفرانس کي ګډون ونکړ.
د برتيانيې د بهرنيو چارو وزارت په يوه خبرپاڼه کي ويلي اېران ته دا تر ټولو ښه موقع وه چي د افغانستان په هکله يې خپلي اندېښنې په ډاګه کړي واى او د سولي په راوستلو کي رغنده ونډه اخيستې واى.
برتانيې د افغانستان په هکله کنفرانس ته پر نورو ٧٠ هيوادونو سربېره اېران ته هم د ګډون بلنه ورکړې وه، خو اېران وويل دوى په دې شرط ګډون کوي چي افغانستان ته به د نورو عسکرو د لېږلو اعلان نه کېږي.
اېران په افغانستان کي د لوېديځ په تېره بيا امريکا او برتانيې له پوځي حضور سره مخالف دئ، ځکه يې په دې کنفرانس کي ګډون ونکړ.