کور / تازه خبرونه / امريکايانو د مسجد ملا امام ووژاه

امريکايانو د مسجد ملا امام ووژاه

د کابل ښاريان وايي د امريکايي عسکرو يوه کاروان پر سيمه ايز وخت سهار اته بجې په کابل کي پر يوه موټر ټکان وکړل چي د ملامحمديونس په نوم د يوه مسجد ملا امام يې ووژاه.
عيني شاهدانو اسوشيېټيډ پريس آژانس ته ويلي ملا يونس له خپلو درو ماشومانو سره په کورولا موټر کي سپور وو چي امريکايانو ټکان پر وکړل.
په کابل کي مېشت د ناټو ځواکونه دغه پېښه مني خو د بهرنيو پوځيانو د کاروان په هکله فقط دونه وايي چي هغوى ايتلافي عسکر ول. خو سيمه ايز اوسېدونکي وايي پر موټرونو د امريکا بيرغونه وو.
د ملامحمد يونس خپلوان وايي له هغه څخه دوې مېرمني او ١٤ ماشومان پاته سول او جنازه يې د لغمان ولايت ته د ښخولو دپاره انتقال سوه.
دا لومړى ځل نه دئ چي بهرني ځواکونه په افغانستان کي پر سړکونو عام خلګ وژني تر دې دمخه په کندهار، زابل، هلمند، روزګان او ځينو نورو ولايتونو کي هم د ورته پېښو له امله خلګ وژل سوي دي.