د افغانستان ولسمشر حامد کرزي ويلي هيواد يې بهرنيو ځواکونو ته تر ١٥ کلونو پوري اړتيا لري.
نوموړي د لندن په کنفرانس کي د وينا پر مهال وويل هيواد به يې له پنځو څخه تر ١٠ کلونو پوري د امنيتي ځواکونو له پلوه پر پښو ودرېږي خو د بهرنيو پوځيانو سته والي ته ١٥ کاله وخت لري.
بلي خواته د برتانيې صدراعظم ګورډن براون د بي بي سي څلورم پروګرام ته په مرکه کي وويل د افغانستان د امنيتي ځواکونو شمېر به تر ٢٠١١ کال پوري ٣٠٠٠٠٠ ته ورسېږي خو هلته د برتانوي پوځيانو موجوديت د دغه هيواد په داخلي حالاتو پوري اړه لري. يعني که افغان ځواکونه د خپل هيواد امنيت وساتي برتانيه به د کرزي غوښتنوته پام ونکړي او له افغانستان څخه به پښې سپکي کړي.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه