کور / تازه خبرونه / په نړۍ کي د بېکارانو شمېر ٢٢٢ ميليونه سو

په نړۍ کي د بېکارانو شمېر ٢٢٢ ميليونه سو

د امريکا د فايننشل ټلوېزون د کارګرانو د نړۍ والي ادارې د سروې پر اساس خبر وکړي چي په نړۍ کي ٢٢٢ ميليونه کسان بېکاره دي.
راپور وايي دا تر ١٩٩١ کال وروسته په نړۍ کي د بېکاره کسانو تر ټولو غټ شمېر دئ، چي په ٢٠١٠ کال کي به پر دې رقم اته اعشاريه نهه فيصده نور بېکاران هم اضافه سي.
په راپور کي که څه هم د بېکارۍ علت نړۍ وال مالي بحران په ګوته سوئ، خو د يو شمېر اقتصاد پوهانو په نظر اصلي لامل يې د امريکا له خوا په عراق او افغانستان کي روانه جګړه ده، چي له امله يې د امريکا او ايتلافي هيوادونو اقتصاد ته ضربه ورکړې، دغه هيوادونه يې پوروړي کړي دي او بالاخره يې د ټولي نړۍ پر اقتصادي چارو منفي تاثير کړئ دئ.