د زابل امنيتي چارواکي وايي د چارشنبې په ورځ د يوه ښخ سوي ماين له امله پنځه پوليس وژل سوي دي.
پېښه د شملزو په سرحدي ولسوالي کي رامنځته سوې چي له پاکستان سره اوږده پوله لري.
بلي خواته د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي هم له رسنيو سره د دې پېښي د مسئوليت اخيستلو ترڅنګ وايي په دې چاودنه کي يې شپږ افغان پوليس وژلي دي.