د خوست ولايتي چارواکو د نامعلومو وسله والو په ډزو کي د درو ملکي کسانو د مړيني خبر ورکړ.
د صبريو ولسوالي امنيه قومندان مخلص وايي دغه کسان نن سهار خپلو دکانونو ته په لاره کي د نامعلومو کسانو له خوا وژل سوي دي.
قومندان مخلص د پېښي علت پخوانى شخصي دښمني بللې ده.