کور / تازه خبرونه / سريلانکا: راجاپاکسي يو ځل بيا ولسمشر سو

سريلانکا: راجاپاکسي يو ځل بيا ولسمشر سو

د سريلانکا د پرونيو انتخاباتو ګټونکى اوسنى ولسمشر راجا مهندرا پاکسي اعلان سو.
له نوموړي سره د پوځ يو پخوانى جنرال ساراتهـ فونسيکا سياليو ته ولاړ وو، چي د دغه هيواد د دولتي ټلوېزون په وينا مهندراجاپاکسي د ١٨ لکو رايو په ګټلو نوى ولسمشر اعلان سو.
بلي خواته د سريلانکا پوځ پر هغه هوټل حمله کړې چي د راجاپاکسي سياسي مخالفه ډله پکښي راټوله سوې وه، پوځ وايي له دوى سره وسلې ورسره وې او پر ولسمشر يې د حملې نيت درلودئ.