د پاکستان ولسمشر آصف علي زداري وايي حکومت يې له هندوستان سره هر راز خبرو ته چمتو دئ، خو هيڅکله به له خپلو ملي ګټو څخه تېر نسي.
آصف زرداري له يوې ترکۍ راډيو سره په مرکه کي ويلي هندوستان د ممبى تر حملو وروسته د خپلو پوځي تجهيزاتو لګښت د پاکستان په مقابل کي ٣٠% لوړ کړئ دئ، خو د ده حکومت د جنګ پر ځاى د خبرو پلوى دئ.
د هندوستان او پاکستان ترمنځ د کشمير پر سر لانجه ده او همدا راز پرون يوه پاکستاني استخباراتي مامور د فايننشل ټايمز ورځپاڼي ته ويلي چي د دوى هيواد په افغانستان کي د هندوستان له نفوذ څخه په بېره کي دئ، ځکه د طالبانو ملاتړ کوي.
د افغاني چارو شنونکي وايي هرڅونه چي د هندوستان او پاکستان ترمنځ اړيکي سمېږي هغونه د افغانستان پر امنيت باندي مثبت تاثير کوي.