کور / شعر / له بده مرغه

له بده مرغه

ای بنده د ټولو!
مریی د یو شه
د ځان د مطرح لپاره
دلته بیلتون مه راوله
نوک او ورۍ مه جلا کوه
د افغان د غیرت درمن ته اور مه اچوه
ځکه
د بده مرغه
ته هم افغان يي

د غولولو شی

دلته خپل او پردي شته
دلته تور ژبې بهرني شته
نو ځکه د غولولو لپاره
بل شی نشته
دیموکراسی شته

څټ وګروه

اوس یې وخت نه دی
دبوسو لاندې اوبه مه تیروه
دبل په ګټه چپه پښه مه ایږده
له انګورو او ډوډۍ څخه
دومره جنجال مه جوړوه
ټول پوهیږي
په تا هیواد نه آبادیږي
خپله لمن مه پورته کوه
څټ وګروه
اوځه
په ژبه بدلولو دی هر څوک پوهیږی
د بهرنیانو په لوی زړه
او بوس ورکولو
غوښه مه اخله
چې سترګی به دی څوړی کړی
اوبه پي کوه بیا موزې باسه
د تور ژبو سره په اوبال کي ځان مه اچوه
بی ځایه د خولي خوند مه خرابوه
په اینه ترخی پيدا کړه
دا جادویی انځورونه څیری کړه
زه يي در په یادوم

تا ویل پښتون یم
دتاریخ کپا ن به وښيي
یې که نه يي