کور / تازه خبرونه / پاکستان هم طالبانو ته د چوکۍ وړانديز وکړ

پاکستان هم طالبانو ته د چوکۍ وړانديز وکړ

د پاکستان حکومت پر قبايلي طالبانو ږغ وکړ چي که له جګړې څخه لاس واخلي او له القاعدې څخه جلا سي په حکومت کي به چوکۍ ورکړي.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي دغه څرګندوني په متحده اماراتو کي د دغه هيواد د خارجه وزير شيخ عبدالله بن زيد النهيان او د ترکيې له مرستيال صدراعظم بلند ايرن سره تر يوې ګډي غونډي وروسته وکړې.
محمود قريشي وايي پاکستان هم د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي د سولي د پلان په تعقيب چي د لندن په کنفرانس کي به بحث پر وسي دغه وړانديز قبايلي طالبانو ته هم کوي.
نوموړي له جګړې څخه د لاس اخيستلو په صورت کي په قبايلي سيمو کي د بيا رغوني او پرمختګ چارو د چټکتيا ژمنه هم وکړه.
قبايلي طالبانو لا د پاکستاني حکومت دې وړانديز ته غبرګون نه دئ ښودلئ، خو افغان طالبان د حامد کرزي له حکومت سره د مذاکراتو يوازنى شرط له هيواد څخه د ټولو بهرنيانو وتل ايږدي.