د شمالي وزيرستان په مرکز ميرامشاه کي په زرونو زلميانو د خپلو زدکړو څخه د دفاع په خاطر د امريکا د حملو خلاف لاريون وکړ.
زدکوونکي وايي په سيمه کي د امريکا د بې پيلوټه الوتکو د حملو له امله د دوى د زدکړو بهير په ټپه درېدلئ دئ او خلګ هر ګړى له تشويش او بېري سره مخ دي.
زدکوونکو د پاکستان پر حکومت ږغ وکړ، چي ژر تر ژره د دغو حملو مخنيوى وکړي، خو پاکستاني مشرانو چي به پخوا د دغو حملو سره ظاهري مخالفت کاوه اوس يې پر هغه هم خوله پټه کړې ده.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه