کور / تازه خبرونه / پنځه طالبان د تور لیست څخه ویستل سول

پنځه طالبان د تور لیست څخه ویستل سول

فرانس پریس آژانس په خپل تازه خبر کی وایی چی د ملګرو ملتونو د امنیت شورا نن د پنځو مهمو پخوانیو طالبانو نومونه د تور لیست څخه ایسته کړل او هغوی ګواکی نور نو سپین دي . دغه بندیز د هغوی پر تګ راتګ ، د سرمایی پر تصرف ، او د وسلو لرلو پر تحریم باندی مشتمل و . دا پنځه کسان په لاندی ډول دي :
عبدالوکیل متوکل ( یو وخت د طالبانو خارجه وزیر ) ، فیض محمد فیضان ( د هغوی د مالیې د وزارت مرستیال ) ، شمس الصفا ( د هغوی د خارجه وزارت عالیرتبه مامور ) ، محمد موسی ( د هغوی د پلان د وزارت مرستیال ) ، او عبدالحکیم ( د هغوی د سرحدونو د چارو د وزارت مرستیال ) . لویدیځ وایی چی دا پنځه کسان نور نو « معتدل / نرم دریځه » طالبان دي . د دغه تور لیست پر شاملینو د ۱۹۹۹ په اکتوبر کی ( یعنی ۱۲ کاله مخکی ) د امنیت شورا په دې تور بندیز لګولی و چی هغوی د بن لادن ملاتړ کاوه . حامد کرزي د څو ورځو راهیسی همدا تبلیغات کول تر څو لویدیځ د پیسو په بدل کی د دغسی کسانو څخه کار واخلی . خو څیړونکي معتقد دي چی پورتني کسان د طالبانو په اوسني مقاومت کی هیڅ رول نه لری او ځکه به نو د غرب دا پلان د طالبانو تر منځ شقاق نه بلکی اتحاد نور هم مضبوط کړی او برعکس د ناټو تلفات به دومره لږ نکړی .