کور / هراړخیز / عثماني امپراطوري او پرخلاف یي د صلیبيانوسازشونه (۱۲)

عثماني امپراطوري او پرخلاف یي د صلیبيانوسازشونه (۱۲)

مکمل غیر سیاسي : یوتاریخې په زړه پورې ناول .
زمونږ دهیواد ګوډ یتمور څوک دې ؟
اوس تاسې ددې تاریخې ناول دولسمه برخه لولئ:

(۱۲)
پرلپسې……
زه پوهیدم چې هغه دواړه بدمعاشان به تا په زور له دې ځایه بیایې . علي پاشا غوښتل چې هغه ستاسې حویلۍ ته را ننوځې او دهغې دواړو کار هملته ور ختم کړي خو علي پاشا ته ما دا هم ویلي و چې زما د خاوند او د هغې د مشر ورور او پلار په وژلو کې دا دواړه شریک دې نو زه په دې ډاډمنه وم چې علي پاشا به هغه دواړه ستاسې په انګړ کې ووژني . خو ما نه غوښتل چې هغوې دواړه ستاسو په انګړ کې ووژل شي . ځکه چې بیا به دهغوې ملګري او دهغوې د تنظیم نور خلک تاسې په نښه کوي . په دې خاطر ما علي پاشا ته مشوره ورکړه چې کله دوې دواړه تا په زور له ځانه سره واخلي او دکلي څخه ووځې نو د هغوې کار ور تمام کړي . نو په دې ترتیب به تاسې هم د ګوت نیونې څخه خلاص اوسئ، علي پاشا هم زما خبره و منله نو کله چې هغوې ته له ځانه سره په زوره وویستې نو علي پاشا دهغوې لاره و نیوله ، مخته چې څه راغلل نو په هغه ته ښه پوهیږي ، ریونا خورې !ته اوس زما او ستا دپلا ر په نسبت ډیره ښه پوهیږې.
دنریوس ددې خبرو اوڅرګندونو په اساس ریونا تر یوه ځایه ډیره حیرانه وه او په ډیره مینه ناکه توګه یي علي پاشا ته و کتل ، په دې وخت کې هغې غوښتل چې علي پاشا ته څه ووایي ، چې علي پاشا دخپله ځایه پورته شو او ټولو ته یې وویل :
پر ما ناوخته کیږي ، په هغو حالاتو کې چې زه دلته راغلي وم او دکوم هدف له پاره راغلي وم هغه مې تر لاسه کړ ،اوکوم حالات چې ما تر شا پرې ایښې د هغې د سمولو له پاره باید زه سمدستې خپل لښکر ته ځان ورسوم ، په دې خاطر د سلطان د لښکر سره د سرویې دپادشاه اسټیفن د لښکر ټکر هره ګړۍ شونې دې . په دې وخت کې زما په خپل لښکر کې زما موجودیت ډیر زیات اړین دې . که څه هم زه د سلطان د اجازې سره سم دلته راغلې یم . خودهغې سره سره بیا هم باید سمدستي هلته ولاړم شم .
دعلي پاشا په دې خبرو باندې ریونا ډیره غمګینه وه . هغه سمدستې د خپل ځایه پورته شوه او دمنت کولو په څیر یې علي پاشا په لور وکتل او ورته یې وویل :
علي پاشا ! زه له تا څخه غواړم چې لږ څه دلته کینې ، زه همدا اوس بیرته راځم . ددې سره سم ریونا منډه کړه او بیرون ووتله .
د ریونا په بیرته را ستنیدو کې لږ څه ځنډ وشو . په دې وخت کې علي پاشا بیا بیا د میلمستون ددروازې په لور کتل . اخر ریونا را ستنه شوه ، اوبیا یې علي پاشا ته وویل :
علي پاشا ! ستا د آس د خورجین لاندې ما ستا له پاره څه میوه اچولې ، دا به ستا په کار راشي ،اوس نو نور زه تا ته نه وایم چې ته کوچ کوئ او که نه . خو څرنګه چې ستا تلل ډیر زیات اړین دي نو په دې خاطر زه تا نور نه تم وم .
علي پاشا سمدستې له خپل ځایه پورته شو . د میلمستون څخه ووت ، دهغې وروسته وروسته ټول خلک د میلمستون څخه ووتل بیا ریونا هم وخوزیده . په منډه ولاړه او د اخور څخه یې دعلي پاشا آس را پرانست او رایې وست . علي پاشا د ممنونیت په سترګو ریونا ته وکتل او د خپل آس واګې یې په خپل لاس کې و نیولې . تر هر څه لمړۍ یې درستاک سره خداې پاماني وکړه اوبیا یې ټولو څخه په یوه اواز خداې پاماني واخیسته او د حویلۍ څخه ووت،
رستاک ، کیتهنا ، ریونا ، نریوس هم د حویلۍ تر دروازې پوړې ولاړل اوهلته و دریدل . دهغوې د سترګو تر مخه علي پاشا په یوه ټوپ سره په خپل آس کیناست او بیایې خپل لاس و خوځاوو اوخپل آس ته یې لغته ورکړه او په خپله لار په پوره خغا سته روان شو.
د علي پاشا د تلو سره سم ریونا زړه او فکر په یوې ویرانې باندې تبدیل شو .او په داسې حال کې چې د علي پاشا آس د هغوې د سترګو څخه ورک شوې و خو هغه لا هماغسې ددروازې په کونج کې ولاړه پاته وه. د علي پاشا د آس دسپریدو سره سم دهغې په سترګو کې د اوښکو فوارې را سر شوې وې او لا هماغسې په قوت سره یي اوس هم جریان درلود. خو سمدستې یې دا احساس وکړ چې دهغې شاته د نریوس څخه علاوه د هغې پلار ، مور هم ولاړ و ، سمدستې یې مخ بل لورې ته واړاو ه ، خپلې سترګې یې وچې کړې خو دهغې دغه ټول بدحال د نریوس نه علاوه دهغې مور اوپلار هم کوت .
نریوس د ریونا ددې حالاتو په کتلو سره د هغې مور اوپلار ته اشاره وکړه . دهغې په اشارې سره هغوې دواړه شاته ولاړل او بیرته دکور دننه شول . نریوس مخته راغله او ریونا یې له لاسه ونیوله ، او په خپلې سینې سره یې را نژدې کړه . لا تر اوسه پورې د ریونا د سترګو څخه اوښکې همغسې روانې وې . ریونا خپل سر د نریوس په اوږه کیښود او په کوکو کوکو یې وژړل . خو نریوس هغه دلاسه کړه او بیرته یې میلمستون ته راوسته او خپل مخته یې کینوله .
تر لږ وخت پورې هغوې دواړه چپ پاته شو ، په دې وخت کې ریونا خپل ځان کنترول کړ او بیا نریوس ورته وویل :
ریونا ! زه په تا نه پوهیږم ، له یوه اړخه ماته په اعلانیه او څرګنده توګه وایې چې ته د علي پاشا سره مینه نه لري او نه غواړې چې هغه خپل کړې ، خو دبله اړخه ته دهغې د بیلتون زغم نه لري . ژاړې ، نو اخر زه به ستا د زړه دې کیفیت ته څه نوم ورکړم ؟ زه به څه ډول پوه شم چې ته په کوم کیفیت کې کې ککړه یې ؟
د نریوس د خبرو په ځواب کې ریونا په ډیره ژړیدونکې توګه هغې ته وکتل او ورته یې وویل :
نریوس خورې ! نن چې کله علي پاشا زه دخپل کاکا د زامنو د لاسو څخه خوندې کړم، هغوې یې ووژل ، دهغې وروسته یې کله چې دخپلې تورې د پاکولو په وخت کې و درید ، نو په ماکې یو ه نامعلومه جذبه را و خوټیده ،ما ورمنډه کړه او په پوره قوت سره مې دعلي پاشا څخه غیږه چاپیره کړه . خو ډیر ژر مې د شرم او خجالت احساس وکړ او ځان مې ترې بیل کړ . ګوره نریوس خورې ! ددغه غیږی خوند اولذت زه د محبت او میني د اهمیت ، د ځوانې او د ځوانۍ د عصمتونو د درنښت څخه خبره کړم . د علي پاشا سره د غیږ نیولو وروسته زه پوه شوم چې د دوو زړونو یو ځاې کیدل څومره خوږ اولطیف کیفیت لري . دهغې سره د غیږ نیولو وروسته په ما کې یو عجیب او نا آشنا شانته کیفیت را پیدا شوې دې .
زما خورجانې !زه ستا په وړاندې اقرار کوم چې ددې محبت اسرارو او عجائبو زما نرم او نازک بدن معطر کړې دې . اوس ما ته علي پاشا همداسې اړین دې لکه څنګه چې د بحر له پاره ساحل او موجونه یو بل ته اهمیت لري .
نریوس ! زه اوس پوهیږم چې د محبت پرته کائنات هسې یوه تیاره ده ، دغم ناکه سکوت په څیر دې او دمرګ او ژوند دا لوبه د یو پرلپسېوالي نه پرته نور زیات اهمیت نه لري .
هغه وخت چې زما پلار زما کوژده زما د کاکا د تر ټولو کشر زوې سره وکړه، په هغه وخت کې هم زما دهغې سره کومه دلچسپي نه وه . زما په زړه کې نه دهغې له پاره کرکه او نفرت وو او نه محبت . بس زمونږ کورنیو یوه بل ته منسوب کړو او ما هم په پټه خوله دا منسوبیت و مانه . دهغې د مړیني وروسته زه د خپلې کورنۍ غړو دخپل کلي د یوه ځوان یوتاش سره منسوب کړم . زما په زړه کې دهغه له پاره هم نه مینه وه او نه نفرت . بس ما د پخوا په څیر دا منسوبیت هم په پټه خوله و مانه .
نریوس ! هغه وخت چې ما تاته ویلي و چې زه د علي پاشا سره مینه نه لرم او یوازې دهغه سره همدردي لرم ، خو په دې پوه شه چې په هغه وخت کې ما نه یواځې تا ته بلکه خپل ځانته هم دوکه او فریب ورکاوه. په هغه وخت کې زه د محبت سره نا آشنا وم . هغه همدردې د محبت پیلامه وه . دا زما بدقسمتي وه او پرې پوهیدم نه ، سوکه سوکه دا خوشبو زما په زړه کې خپریده ،خو ماته بیا هم احساس نه کیده ، خو اوس دعلي پاشا سره د غاړې غوټۍ کیدو وروسته ما ته دا احساس راپیدا شوې دې چې ریونا یواځې اویواځې دعلي پاشا له پاره پیدا شوې ده . د محبت هغه لمړنۍ جذبه چې ما ورته د همدردۍ پرده ور اغوستې وه اوس همغه د توپان په بڼه اوختي ، اوس زه د محبت په داسې یوه ځاې کې ولاړه یم چې که چیرې زه د علي پاشا څخه بیله کړل شم نو زه به پوه شم چې زما ژوندون هسې بیکاره او عبث دې .
تردې ځایه د خبرو وروسته ریونا چپ شوه نو نریوس ورته وویل :
ریونا ! کله چې تیره شپه علي پاشا ستا د خوندي ساتلو په خاطر زمونږ کور ته راغې نو ما ورته ستاسره دخپلو خبرو پیلامه وکړه . ما هغه ته وویل چې ما یوه ورځ د ریونا څخه وپوښتل چې ایا هغه دعلي پاشا سره مینه کوي اوکه نه ؟ نو ریونا ځواب راکړ چې زه د علي پاشا سره مینه نه کوم . ریونا زه درته سهي خبره کوم زما په دې خبره باندې علي پاشا ډیرخفه او غمګین شو . دهغې ددې خفګان څخه ما دا احساس وکړ چې هغه په زړه کې یواځې اویواځې همتا غواړی . له تاسره مینه کوي ، بیا هغه چپ و ما هغې ته دا هم وویل چې څرنګه چې د ریونا کوژدن د کلي د یوه ځوان یوتاش سره شوې ده ، نو په دې اساس ریونا د هغې امانت دې ، زه پوهیږم چې زما دې خبرو په علي پاشا باندې ډیر منفي اغیز وکړ او ته یې د خپل زړه څخه ویستلې یې .
د نریوس ددې خبرو په اسا س ریونا ټکان وخوړ. دهغې پر مخ باندې دغم نښې راښکاره شوې خو ژر یې ځان سنبال کړ او ویې ویل :
نریوس خورې ! ما د خپل پلار او مور تر مخه نه غوښتل تاته ووایم، هغه دا چې کله چې علي پاشا تلونکې و نو ته خبره یې چې هغه ما د لږ ځنډ له پاره تم کړ او بیا زه په منډه دننه ولاړم او دهغې له پاره مې د لارې توښه تیاره کړه .هلته ما د هغې په نوم یو لیک هم لیکلې و، هغه د میني او محبت نه ډک لیک دې ، اوپه هغې کې ما دعلي پاشا سره د خپلې مینې اظهار کړې دې . هغه خط ما د لارې د توښې په کڅوړه کې ایښې دې . زما په فکر به یا په لاره کې او یا خپل لښکر ته د رسیدو سره سم علي پاشا هغه را وکاږی او زما هغه لیک به خامخا ولولي ،او ستا د خبرو څخه که کومه غلطه انګیرنه ورته پیدا شوي وې هغه به له منځه ولاړه شي .
د ریونا ددې خبرو څخه نریوس ډاډ منه شوه ، د لږ څه چپې چپتیا وروسته ، نریوس فکر وکړ او ویې ویل :
ریونا خورې ! که چیرې ته راضې یې نو کیداي شې زه په دې لړ کې ستا د پلار او مور سره هم خبره پښه کړم . اوس خو دا خبره د یقین او انتها پورې رسیدلې ده چې ته علي پاشا سره مینه کوي ، دهغه پرته ستا ژوند نیمایې دې ، زه په همدې لړ کې ستا د مور او پلار سره خبره کول غواړم ، ته همدلته کینه زه هغوې راغواړم او ستا په موجودیت کې به دهغوې سره خبره وکړ م.، خورې ! زه نه غواړم چې په دې هکله کوم ابهام را پیدا شي. زه غواړم چې ته او علي پاشا په ښکاره توګه یو د بله سره دمحبت اظهار وکړئ ،او ستا مور اوپلار هم ددې خبرې څخه خبر شي اوتاسې دواړو ته د لیدو کتو او یو ځاې کیدو اجازه درکړي .
ریونا د نریوس ددې وړاندیز سره موافقه وکړه ، نریوس د میلمستون څخه ووتله او د حویلۍددننې برخې په لور ولاړه ، د لږځنډ وروسته بیرت راستنه شوه، دهغې سره رستاک او کیتهنا هم ملګري و ، درې واړه د ریونا سره مخ په مخ کیناستل . نریوس د رستاک او کیتهنا په لور وکتل او خپلې خبرې یي پیل کړې ،
تاسې دواړه ماته د خپل مور اوپلار په څیر درنښت لرئ ، زه غواړم د ریونا په سلسله کې له تاسې سره خبره وکړم. هغه وخت چې په دروازه کې په ولاړه ریونا علي پاشا ته خدای پاماني ویله . نو دهغې کیفیت ما هم وکوت او تاسې هم. ما تاسې ته د هغه ځایه د تللو اشاره وکړه نو ما ریونا له ځانه سره دلته راوړه . ما ددې سره اوږدې خبرې وکړې دهغې پایلې دادې چې ریونا علي پاشا خوښوي او غواړي هغه د خپل ژوند ملګرې وګرځوي . دریونا دهمدې غوښتنې په اساس ماتاسې ته دلته د راتللو زحمت درکړ. اوس له تاسې څخه غواړم چې که چیرې ستاسې د دوادړو اجازه وي اوتاسې دواړه په دې راضي یاست نو زه به د علي پاشا سره هم خبره وکړم او هغه به ددې له پاره تیار کړم چې هغه ریون دخپل ژوند ملګری و ګرځوی ؟
د نریوس ددې څرګندونو په اساس رستاک او کیتهنا یو بل ته وکتل اومسکی شول بیا په سترګو سترګو کې میړه او ښځې یو بل ته اشاره وکړه نو کیتها وویل .
نریوس لورجانې ! په دې هکله د علي پاشا د رضا کولو اړتیا نه شته . زه پوهیږم چې دا دواړه هغه وخت خپل ژوندپه ښه توګه تر سره کولې شي چې دریونا په څیر علي پاشا هم د ریونا سره د خپل محبت اظهار وکړي . ګوره لورجانې ! که چیرې همداسې وشي نو زه به پوه شم چې ریونا ته به دعلي پاشا نه بل ښه د ژوند ملګرې پیدا نه شي . بلې لورې ! ستا ددې خبرو په پایلو کې ، زه او زما میړه یو کار کولي شو چې کله هم علي پاشا دلته راشي نو مونږ به هغه ته د ریونا سره د کتلو او لیدلو اجازه ورکړو . زمونږ له اړخه ریونا ته اجازه ده چې هغه کله او کوم وخت وغواړي دعلي پاشا سره کتلي شي دهغه سره کیناستلې شي او دهغه سره اوسیدلې شي. په دې توګه به دوې دواړه په ډیره ښه توګه یو بل سره و پیژنې دهغې وروسته به یو بل د ژوند ملګري و ګڼي نو زما په فکر چې دوې دواړه به په دې ترتیپ ډیر ښه ژ وند تر سره کړي .
دکیتهنا د دې خبرو څخه نریوس خوشحاله شوه ، بیا هغه د خپله ځایه پورته شوه ویې ویل : زه اوس ځم ، خو په هرصورت زه به علي پاشا ته دا خبره ډاګیزه کړم چې ریونا دهغه سره مینه کوي ، زما زړه وایې چې علي پاشا هم په زړه کې ریونا غواړي او دهغې سره مینه کوي . په هر حال زه هیله لرم چې دوې دواړه به د یو بل سره په را خپلولو کې بریالی شي ، زه اوس ځم ،چې کوچنیان او مور به مې زما په ډیره بې قرارۍ سره انتظار کوي .
نه نریوس خورې ! داسې نه ده ، نن شپه به ته همدلته پاته کیږي زه له تاسره یو ځاې ځم . ستا مور ، دواړه کوچنیان به له ځانه سره همدلته راوړو.تر څو تاسې ټول څو ورځې همدلته واوسئ .
رستاک او کیتهنا هم ددې وړاندیز سره توافق درلود .بیا نریوس او ریونا دواړه لاس په لاس په خندا اومسکا سره دحویلي څخه ووتلې .

***** ۲۰
علي پاشا په خپل آس سپور په ډیره ګړندۍ توګه د خپل لښکر په لور روان و خو هغه دخپل لښکر سره یوځاې د سلطان بایزید دلښکر څخه په لږ څه واټن کې پروت و نو خپل لښکر ته د ورننوتو سره سم یي خپل جاسوسان سلطان بایزید یلدرم ته و استول او دخپل راتګ څخه یې خبر کړ. بیرته لښکر ته په راستنیدو سره د هغه نائب سالارانو او عسکرې مشرانو هغه ته ډیر تود ښه راغلاست ووایه. کله چې هغه د خیمي لورې ته راغې نو یو عسکر ور منډه کړه ، دعلي پاشا څخه یې د هغه د آس واګي په خپل لاس کې واخستې ، او د اسونو په اخور باندې یې و تاړه . دآس نه یې ټول سامان را پرانست او د علي پاشا خیمي ته یي یوړ.
علي پاشا تر لږ وخته پورې د خپلو سالارانو سره د خیمې څخه بیرون په خبرو بوخت و او بیا خپلې خیمي ته را ننوت .
د آس د زین سره تړلې سامان ورته یو عسکر راوست او دخیمي په یوه کونج کې یې کیښود، علي پاشا دهغې سامان په لور ورغې ، هغه د څرمني د خلطې په منځ کې لاس ور ننویست ، لاسته یې ټول هغه سامان چې ریونا ورته د تللو په وخت کې ایښې واو په یوه کڅوړه کې بند و را وویست . د هغې خوله یې پرانسته ، هغه هک پک حیران شو . دهغه په بیخ کې یو کاغذ و ، دا ټوټه کاغذ دهغه په نوم د ریونا لیک و ، په ډیره بیړه یې د کاغذ ځنډې پرانستې پورته شو او په خیمي کې لګیدلې شمعې ته نژدې ورغې اوبیا یې د ریونا خط و لوست چې په کې یې لیکلې و.
«زه نه پوهیږم چې تا ته دخط پیلامه څه ډول وکړم .ځکه ددې تر مخه مې کوم نارینه ته داسې لیک نه و لیکلې ، او نه مي پخوا تر دې دکوم نارینه سره داسې مینه کړ ې کومه چې ستا د ذات سره اړونده د ه.
له تاسره په همغه لمړنۍ کتنه کې زما زړ ه او زما ذهن کې یوه جذبه وه ، خو دخپلې نا پوهۍ په اساس ما هغې جذبي ته د همدردۍ نوم ورکړ. زه نه پوهیدم چې همدا د محبت دپیل جذبه ده . په دې وخت کې زما مور اوپلار د یوه ځوان سره زما کوژدن وکړه ، په داسې حا کې چې نه ماته زما دکاکا زوې سره کومه مینه وه چې دهغه سره زما لومړۍ کوژده شوې وه ، او نه د یوتاش په نوم دهغه ځوان سره د چاسره چې زما اړیکي اوس له منځه تللې دي . ستا د لیدو څخه چې کومه جذبه زما په زړه کې را پیدا شوې وه هغه سوکه سوکه خپریږي او د دغې نوې پیښې نه وروسته ،په کومه کې چې زه له تاسره په غیږ شوم او اوس هغه جذبه په یو مکمل محبت باندې تبدیل شوې ده .
ستا سره مینه او ستا سره محبت ما ته دا احساس را پیدا کړې چې د محبت پرته ژوند بې ثمره ونه ده . هغه یوه میوه ده ، محبت نه پرته ژوند د پریوتونکي او ډوبیدونکې لمر منظر وړاندې کوي . د محبت نه پرته ژوندون هغه روښنايي ده چې د یوه لیدونکې لید نه شي زیاتولې ، دمحبت نه پرته ژوند د ډوبیدونکې لمر منظر اود یوې زنګ وهلي آینې په څیر دې ، علي پاشا ! زما محترمه ! زما حبیبه ، ته زما له پاره یوه ډیره مهربانه پریښته یې ، ستا محبت ماته ډیر لطیف روحانې سکون را بښلې ، ستا محبت زه د هر غم او هم نه بې نیازه کړې یم ، ستا غوښتنه ما ته د ګور د غاړې رسونکو زنځیرونو څخه نجات راکوی .
علي پاشا! زما مهربانه پریښتې ! ته هغه لمړې ځوان یې چې ما دخپل ځان ، د خپل ذات ، او دخپل جسم له پاره محبوب ګڼلې یې ، ته لمړۍ انسان یې چې زما د محبت وړ ثابت شوې یې ، علي پاشا ! ایا زه هیله ولرم چې د وخت په دغه بحراني حالاتو کې زه ستا د غم او خوشحالیو ملګرې و ګرځیږم . علي پاشا! زه امید لرم چې ته با ما ناهیلې نه کړې. علي پاشا ! ددې نه پخوا چې په کومو ځایو کې زما کوژدن شوې ، هغه یوه یي هم زما په خوښه نه وې ،او نه زما په رضا شوې وې ، په هغو خپلويو کې نه زما نفرت شامل و او نه زما محبت، بس مور اوپلار چې چیرې غوښتل هلته یې زه ورکړې یم او ما هم په چپه خوله هغه منلې وې . خو اوس معامله بله ده . زه ستا څخه پرته د بل چا سره منسوب کیدل نه غواړم . او اوس خو ستا نه پرته زه بل څوک د ژوند ملګرې جوړولو په هکله فکر هم نه شم کولې . علي پاشا ! ر یونا یواځې ستا له پاره پیدا شوې ده اویواځې ستا سره به یوځاې کیږي .
تر دې ځایه د ریونا لیک پاې ته ورسید . علي پاشا بیرته خط دپخوا په څیر قط کړ او په خپلو کالیو کې یې پټ کیښود .د لیک د لوستلو وروسته دهغه په شونډو باندې مسکا وه ، تر لږه ځنډه پورې هملته په ځاې ولاړ و او بیا یې غوښتل خپل عکس العمل و ښيئ خو په همدې وخت کې په لښکر کې د ماښام اذان و شو، هغه د اذان په اوریدو متوجه شو نو د لمانځه د اداء کولو له پاره د خپلې خیمې څخه بیرون را ووت .
***** ۲۱
د سرویه پادشاه اسټیفن او دهغې خور ډسپنا درې ورځې پرلپسې د سلطان د لښکر په مقابل کې پړاو اچولې و او دواړه خواوې بلکل خاموشه وې . سلطان بایزید یلدرم هم په دې درې ورځو کې ددجنګ پیلامه و نه کړه . بلکه هغه د سرویه پادشاه اسټیفن له اړخه دکوم عکس العمل منتظر و . درې ورځې وروسته چې کله سلطان بایزید ته د علي پاشا خپل لښکر ته د بیرته ستنیدو خبر ور ورسید،نو بیا سلطان بایزیدد سرویه د پادشاه اسټیفن او دهغې د خور ډسپنا پر خلاف د جنګ اراده وکړه .
بیا د سهار د لمانځه وروسته ، کله چې سلطان بایزید لښکر د سهار د ناشتې نه فارغ شول ، سلطان د خپل لښکر صفونه منظم کړل او دلښکر تر منځ یې د جنګ ډول وواهه ، ددې تر څنګ یې هلته په سنګر کې ناست علي پاشا هم دخپل پلان څخه خبر کړ .
دسلطان بایزید په حکم باندې دهغه لښکر کې د جنګ ډول وهل کیده ، او دهغې په ځواب کې د سرویه پادشاه اسټیفن او دهغې د خور ډسپنا په لښکر کې هم د جنګ ډول په وهلو شو .
بیا دسلطان بایزید په لښکر کې څه بدلون را مخته شو اودجنګ د ډول پر ځاې د تکبیرونو اوازونه پورته شول ، د تکبیر اوازونو په لښکر کې نوې روح را تازه کړ. دا اوازونه تر ډیره پورې روان وو . دعسکرو په جذباتو او احساساتو کې بدلون را ته . لښکر دجنګ میدان ته د تللو له پاره بې قراره و . په دې اساس سلطان بایزید خپل لښکر د حملې له پاره داسې منظم کړ لکه څنګه چې د مرګ په نا خلاصیدونکي وادیوکې او اتلولۍ دمیدانو په چپه چپتیا کې د بارودی هواو څخه یو توپان را پورته کیږي .
د بله اړخه اسټیفن او ډسپنا چې د سلطان د عسکرو خوزښت وکوت نو هغوې هم خپل فوځونه متحر ک کړل او را مخته یې کړل. خو دسلطان فوځوونو پرې دکتلو سره سم د یو ستر تباه کونکي توپان په څیرر حمله وکړه، آسټیفن اوو ډسپنا هم دخپل ځان دفا ع وکړه او دهغوې د یرغل د دفع کولو هڅه يي وکړه ، خو دسلطان لښکر پر هغوې باندې د هرې لورې را پریوتې و، ددواړو خواو د عسکرو دا ډول ټکر څخه مرګ په هوا ک ګډیده ، تراو تازه څیرې په وینوکې لت پت شوې ، ساه ګانې لکه دهوا د بخار په څیر په وتو شوې دزمکې وچوالې په وینه باندې لوند شوې ..
تر لږه ځنډه دویدین میدانونه د سخت جنګ او جګړي شاهدان و، د سرویه پادشاه اسټیفن او دهغې خور ډسپنا په خپل ځایو کې ډاډمن ناست و ، هغوې هڅه کوله چې د بایزیددحملې څخه یوازې دفاع وکړي ځکه چې هغوې هیله درلوده چې هلته پاته عسکر به چې دوې لا د پخوا څخه په سنګر کې کینولې و ، هم په دې جنګ کې دسلطان د عسکر و پر خلاف دشا لخوا حمله وکړي ، دبله اړخه سلطان هم ډاډمن و او لا تراوسه یې د اسټیفن او د هغې دخور ډسپنا پرخلاف په پوره توانایې سره جنګ نه و پیل کړې ،ځکه چې سلطان د علي پاشا د حرکت منتظر و .
کله چې د جنګ تنور په تودیدو شو نو د سرویه د پادشاه هغه لښکر چې په سنګر کې پټ ناست و را څرګند شول ، نو دهغې لښکر مشر د سلطان د لښکر پر خلاف په ډیره ګړندۍ توګه دحملې له پاره روان و . خو دهغې لښکر د بدقسمتۍ وخت هغه وخت را ورسید کله چې علي پاشا د خپل لښکر سره پر هغوې باندې را وغورزید .
دعلي پاشا لښکر ددې ساعت له پاره په ډیره بې قرارۍ سره انتظار کاوه ، نو په دې خاطر یې په خپلې لمړنۍ حمله کې د اسټیفن دا لښکر داسې تارو مار کړ چې د هغوې حالت یې بیا د راټولیدو څخه وویست .
د اسټیفن دا لښکر د علي پاشا تر مخ و نه شو دریداې ، علي پاشا هم د هغوې صفونه له منځه یوړل . ددې حالت په کتلو سره دې لښکر خپله مخه بدله کړه، لمړۍ د هغوې لورې د سلطان بایزید په لور وه ، خو اوس یې د اسټیفن د لښکر شاته مخ کړ تر څو دهغې لورې د اسټیفن په لښکر کې را ګډ شی او په جګړه کې برخه واخلي او دهغوې ملا ور وتړي ، خودا دهغوې حماقت و ، ځکه چې علي پاشا مخته دهغوې پسې وروسته ولاړ ، دهغوې لښکر یې تارو مار کړ دهغوې شمیره یې را کمه کړه او دهغوې پسې په وروسته تګ کې ان د اسټیفن تر لښکره پورې ورسید . دهغوې هغه پاته شونې چې په ځغاسته او تیښته د اسټیفن تر لښکره پورې رسیدلې و هغوې په هغه لښکر کې په داسې ځغاسته ور ننوتل چې د اسټیفن د عسکرو مخکني صفوف یې بې نظمه کړل . علي پاشا هم د سټیفن په لښکر باندې د شا له لورې حمله وکړه او د تکبیر د اواز په پورته کولو سره یې سلطان ته اشاره ورکړه چې د استیفن به لښکر باندې ددوو اړخو څخه حمله شوې ده .
د تکبیر اوازونه سلطان بایزید ته هم ورسیدل ، شاید سلطان ته هم دهمدې اشارې اړتیا وه په دې خاطر سلطان د مخې له لورې په پوره توان سره د سټیفن او دهغې دخور په لښکر باندې حمله وکړه ، د اسټیفن لښکر ددواړو خواو څخه محاصره کې پاته شو .
اسټیفن او دهغې خور ته هم خبر رسیدلې و چې پر هغوې باندې د شا له اړخه د سلطان یو تکړه او اتل جنرال علي پاشا حمله کړې ده ، هغه ته ددې خبر هم را ورسید چې د هغې کوم لښکر چې په سنګر کې ناست و هغوې هم په خپل کار کې ناکامه شوي دې . هغوې د علي پاشا په لاسو ماتې خوړلې ، نو په دې اساس د هغوې په لښکر کې دمسلمانانو لخوا قتل عام شروع شوې و .
څرنګه چې د سرویه دپادشاه لښکر د مخامخ لورې او دشا له لورې د حملو سره مخ شوې و نو په دې اساس دسررویه پادشاه استیفن دخپلې خور ډسپنا سره، چې په دې وخت کې په جنګي کالیو کې ملبسه وه ، مشوره وکړه ، دواړو خور اوورور په دې صلاح شو ل چې نه شې کولاې د سلطان او دهغې د جنرال علي پاشا مقابله تر ډیره وخته پورې وکړي ،نو په دې خاطر د جنګ د میدان نه باید پښې سپکې کړي اوکه په دې کې بریالي نه شول نوبیا به دسلطان تر مخه خپله وسله کیږدي او بښنه به ترې و غواړی او په راتلونکې کې به دسلطان مطیع او فرمانبرداره وي .
ددې پریکړې وروسته اسټیفن او ډسپنا خپله ماتې و منوده او د جنګ دمیدان نه یې د تیښتې اراده وکړه. هغوې دمخې او شا له اړخه تښتیداې نه شول ځکه چې دهغو دواړو لورو څخه سلطان بایزید او علي پاشا دهغوې په مقابل کې ولاړ و ، د ښې او چپ لورې یې خپلو عسکرو ته د تیښتې وویل خو و نه توانیدل ، بلاخره یې د سلطان تر مخه خپلو عسکرو ته د وسلې د ایښولو حکم وکړ ، او سلطان ته یې خپل قاصد را ولیږه او دخپلې ماتې په منلو سره یې د سلطان څخه معافي او بښنه و غوښته ،
د سټیفن دحکم سره سم هغه پاته عسکرو خپله وسله پر زمکه کیښوده ، د سټیفن هغه قاصد چې د هغه پیغام یې دلته سلطان ته راوړې و د سلطان څخه یې یوه هیله هم وکړه ، دهغې ددې هیلې سره سم سلطان دجنګ د درولو حکم وکړ او تر څنګ یې علي پاشا ته هم ځواب ولیږه چې جنګ و دروي ، ځکه چې دښمن دسولې او امن غوښتنه کړې . سلطان بایزید د ستیفن د رالیږل شوې قاصد په خوله دا پیغام ور واستاوه چې د اسټیفن لښکر دې په یوه ځاې کې خپله ټوله وسله را ټوله کړي او بیا دې دهغې څخه پوره لرې راټول او و دریږي.
علي پاشا هم د سلطان د حکم د اوریدو سره سم د شا له خوا خپل یرغل و دراوه . ددې تر څنګ اسټیفن او دهغې خور ډسپنا هم خپلو عسکرو ته د جنګ ددرولو حکم کړې و اوس نو هغه دا حکم هم ورکړ چې ټوله وسله په یوه ځاې کې سره راټوله کړئ ، د اسټیفن ددې حکم سره سم دهغه عسکرو سمدستې خپله ټوله وسله را ټوله کړه او په ټاکلي ځاې کې يي کیښوده او د جنګي بندیانو په څیر د هغې څخه لري فاصله کې قطار ودریدل .
تر دې وخته پورې علي پاشا هم د سلطان د لښکر سره را یوځاې شوې و. سلطان د هر څه ترمخه په همدې ځاې کې خپلو عسکرو ته د پړاو کولو حکم وکړ ، تر څنګ یې د اسټیفن اودهغې دخور لښکر چې کومه وسله راټوله کړې وه هغه هم د سلطا ن عسکرو په خپله ولکه کې واخیسته ، ددې سره یو ځاې سلطان بایزید او علي پاشا دواړه د سلطان خیمي ته ور ننوتل اوبیا یې د سرویه دپادشاه اسټیفن او دهغې دخور ډسپنا د راحاضریدو حکم وکړ .
د لږڅه ځنډ وروسته د سرویه پادشاه اسټیفن او دهغې ځوانه ، ښایسته او نوې پیغله شوې خور هم د سلطان بایزید خیمي ته را ننوتل . سلطان بایزید اوعلي پاشا دهغوې د راتګ سره سم دخپلو ځایو څخه پورته شول. اودهغوې ته یې ښه راغلاست ووایه . سلطان مخته ورغې او د اسټیفن سره یې په لاس روغبړ وکړ اوبیا علي پاشا هم د هغه سره روغبړ وکړ . هغه وخت چې اسټیفن او دهغې خور ډسپنا خیمي ته ورننوتل نو دهغې څیرې پریوتې و ې ، په سترګو کې یې تر لرې لرې پورې وراني ویجاړې ښکاریدې خوکله چې سلطان او علي پاشا په خپله خیمه کې هغوې ته پورته شوله او د هغوې ښه راغلاست یې وکړ نو اسټیفن او دهغې خور لږ څه د ارامۍ احساس وکړ. اوفکر یې وکړ چې دهغوې دا ویره او اندیښنه بې ځایه وه چې ګنې سلطان به ددواړو ورور اوخور د وژلو حکم وکړي .
د اسټیفن سره د روغبړ نه وروسته سلطان او علي پاشا دواړه بیرته په خپلو خپلو ځایو کې کیناستل ، خو اسټیفن او دهغې خور دمجرمانو په څیر ولاړ پاته شول. په دې وخت کې سلطان بایزید مسکې شو او اسټیفن ته یې مخ کړ او ورته یې وویل:
تاسې دواړه ورور اوخور د مجرمانو په څیر مه دریږئ ، په هغه خالې ځایونو کې کینئ ،مونږ له تاسې دواړو سره د جنګی مجرمینو په څیر سلوک نه کوو . تاسې دواړه ورور اوخور باید زما څخه د ښه سلوک هیله ولرئ.
کله چې هغه ورور اوخور دواړه کیناستل نوسلطان بایزید اسټیفن ته مخ را واړاوه او ورته یې وویل :
هغه خبره چې زه تاسې ته کول غواړم دهغې تر مخه زه تاسې ته دا په ډاګه کوم چې تاسې دواړو ورور اوخور ته به هیڅ ډول سزا نه درکول کیږي . او نه به درباندې کومه جنګي جرمانه کیښول شي . زه غواړم له تاسې دا وپوښتم چې تاسې په کوم سوچ کې زما پر خلاف جنګ پیل کړ ؟ ددې دمخه ستاسې پلار هم دنورو پادشاهانو په خوله او لمسون زما دپلار پر خلاف د جنګ پیلامه کړې وه خو تاته به یاد و ې چې هغه ته مو نه هیریدونکې ماتې ورکړه . په هغه جنګونو کې ته هم شریک وې نو بیا تا ولي دخپل پلار د انجام څخه عبرت وا نه خست او دجنګونو څخه دې ځان په څنګ نه کړ.
اسټیفن ! ته پوهیږې چې کله چې ما او زما پلار ستا پلار اود هغې دوستانو ته ډیره بده ماته ورکړه ،نو بیا مونږ بیرته بروصې ته ولاړو ، تاسو ته په کار و چې خپله توانايي او خپل اقتصاد د خپل ولس په ابادۍ کې ولږوئ ، خو تاسو برعکس دخپلو عسکرو په زیادښت کې اودهغوې په وسلوال کیدو باندې خپله ټوله توانايې مصرف کړه ، اوس چې کومه توانايي په دې جنګ ستاسې په درد وخوړه هغه ستاسې تر مخه ده .
تا هم ستا دپلار په څیر د ویدین په میدانو کې ډیره بده ماتې وخوړه ، ستا د لښکر ډیر عسکر ووژل شول ، اوپاته بې وسلې شول او د جنګ په میدان کې یوې لورې ته بې وسه ولاړ دي . اوتاسې دواړه د بندیانو په څیر زما تر مخ موجود یاستئ ، اخر تاسې ته ددې جنګ څخه څه ګټه په لاس درغله؟
د سلطان ددې خبرو سره د اسټیفن او دهغې خور څټونه ښکته و . د څه ویلو جرأت یې هم نه درلود، خویوځل اسټیفن زړه لوې کړ او سلطان ته یې وویل :
درونده سلطانه ! مونږ دا منو چې مونږه ډیره ستره غلطي کړې ده . په مخکني جنګ کې چې زما پلار ووژل شوې نو زما احساسا ت ډیر ګرم وول . اوما دا پتیېلې وه چې زه به دخپل پلار بدله اخلم . نو دهمدې ړوند احساس له مخې مې د جنګ تیارې پیل کړ او له تاسره مې د جنګ پیل وکړ. زه پوهیږم چې دا زما غلطي او بې عقلي وه .
د اسټیفن ددې خبرو په ځواب کې سلطا ن وویل :
اسټیفن ! تا ته به یاد وې چې په هغه جنګ کې زما پلار او دمسلمانانو سلطان ، سلطان مراد ، هم ووژل شو. ما خو ستاسې پرخلاف هیڅ ډول انتقامي عمل و نه کړ . که چیرې ما غوښتلې نو ما کولې شول، ځکه چې په هغه وخت کې هم تاسې خلک زمونږ د سلطې لاندې وې او مونږ در باندې برلاسي و، که ما پر تاسې باندې حمله کړې وی نو نه یواځې تاسې خلک به ډیر زیات له منځه تللې وئ بلکه ستاسې د سلطنت په دغه پراخه سیمه به هم زمونږ ولکه وې خو ما داسې و نه کړل .
دا ځل د سلطان د خبرو ځواب اسټیفن په ځاې دهغې ځوانې او ښایسته خور ورکړ . هغې د سلطان په لور وکتل او ورته يي وویل:
درونده سلطان !دا ستا مهربانې او د زړه پراخوالې دې چې په مخکنی جنګ کې د سوبې نه وروسته زمونږ سلطنت ته داخل نه شوئ ، زه او زما ورور تاته کومه دوکه او فریب نه درکوو . زه په مسیح باندې سوګند یادوم چې ستا لورې ته د راتلو نه دمخه مونږ خور او ورور پریکړه کړې وه ، زمونږ لمړنۍ پریکړه داده چې مونږ په جنګونو کې ستا مقابله نه شو کولاې ، او په راتلونکې کې به هم ستا پر خلاف جنګ و نه کړو ، مونږ به ستا دوستان او ستا ملګرې واوسو ، اوکه چیرې څوک ستا پر خلاف جنک کوي نومونږ به ستا تر څنګ ستا د دښمن پرخلاف و جنګیږو . دا زمونږ دورور اوخور پریکړه ده .
تر دې ځایه د خبرو وروسته ډسپنا لږځه پښه نیولې شوه . د هغې په څیرې باندې د شرم اوحیا اثار را ښکاره شول ،هغې دخپل ورور اسټیفن په لور وکتل اوبیا په ډیر ټیټ او حیاناکه اواز باندې وویل :
درونده سلطانه! مونږ داوړو ورور اوخور چې بله کومه پریکړه کړیده ، نو څرنګه چې هغه زما د ذات سره اړه لری نو په دې خاطر زه په خپله خوله هغه تاته نه شم څرګندولې ، زما ورور اسټیفن به هغه تاته ووایې.
دډسپنا دې خبرو نه یواځي سلطان بایزید یلدرم په اندیښنه کې کړبلکه علي پاشا ته هم اندیښنه پیدا شوه په دې خاطر دواړو په پوښتنه کونکي توګه داسټیفن لورې ته وکتل ، دهغې سر لا تر اوسه هم ټیټ و او په کوم فکر کې ډوب پروت و . کله چې هغه پوه شو چې سلطان بایزید او علي پاشا دواړه دهغې د خبرو د اوریدو منتظر دي نو خپل سر یې را پورته کړ ، خپلې خور ډسپنا ته یی وکتل اوبیا یې وویل:
دووونده سلطانه ! که ته ماته او زما خور دواړو ته بښنه وکړي نو د هغې ورسته که ستاسې له اړخه پر ما کوم شرط ایښول کیږي نو زه به دهغې شرط د پوره کولوله پاره تیار اوسم ، خو ستا سره د سولې کولو په خاطر مونږ هم څه شرايط لرو چې دهغې څه زما خور مخته بیان کړل، او هغه داچې په آینده کې به مونږ هیڅکله هم ستا پر خلاف په کوم جنګ کې برخه وانه خلو ، که چیرې د اروپا کوم قوت ستا بر خلاف سر را پورته کاوه اویا یې ستا پر خلاف د جنګ پیلامه وکړه نو زما له تاسره داژمنه ده چې زه به ستا تر څنګ ستا د دښمنانو پر خلاف و جنګیږم.
بل کوم شرط چې مونږ دواړه ورور اوخور غواړو تاسو ت ووایو هغه یواځې زما نه بلکه د ډسپنا خپله غوښتنه هم ده. او هغه دا چې هغه په خپل حرم کې داخل کړئ ، نو که چیرې زما خور ډسپنا ستا د ښځې په څیر ستا په حرم کې وا وسي نو زما به له تاسره یوه ډول اړیکې ا و خپلولي واوسي ، دا خپلوي به تل زما په سترګو کې وي او زما په سترګو کې به تل ستاسې له پاره د احترام ، عزت او درنښت سبب وګرځي. که چیرې کوم شيطاني قوت پر ما باندې د غلبي پیدا کیدو هڅه کوي او یا د اروپا کوم ځواک زما د راپارولواو لمسولو هڅه وکړی نو دهغې راپارونې ، لمسونې او یا راپاڅیدنې تر مخه به زما په سترګو کې زما خور ډسپنا وي ، نو زه هیله لرم چې زما پښه به هیڅکله هم و نه ښویږي ، تر هغه ځایه چې زه ستا د فرمان لاندې د اوسیدو ژمنه کوم نو تر څنګ به یې زه ددغې خپلوۍ ، چې زماد خور په واسطه منځته راغلي هم ډیر احترام ساتم . زه هیله مند یم چې تاسې به زما خور په خپل حرم کې له ځانه سره شامله کړئ.
دوورنده سلطانه !دغه دواړه شرایط چې مونږ ستا تر مخ کیښول، ددې نه علاوه یو بل شرط هم شته چې تاسې ته یې وړاندې کوم. دا دواړه شرایط هغه و چې د جنګ دپیل له مخه ما او زما خور په خپلو منځو کې پرې خبرې کړې وې.
لکه څنګه چې تاته معلومه ده چې ستا د دروند والد سلطان مراد په لاسو زما پلار ډیره بده ماتې خوړلې وه. او په هغه جنګ کې زما پلار وژل شوې و په دې خاطر ما او زما خور ستا سو پر خلاف د دغه انتقامي جنګ حماقت ته تیار شو . ددې جګړې تر مخه ما او زما خور دواړو په مسیح باندې سوګند کړې واو دعا مو کړې وه او په دې دعا کې زما خور ډسپنا تر دې پورې مخته ولاړه چې که په دې جنګ کې مونږ د سلطان بایزید په مقابل کې بریالېتوب تر لاسه نه کړ او د پخوا په څیر یو ځل بیا د ماتې او شکست سره مخ شو نو زه ډسپنا به عیسویت پریږدم او اسلام به قبول کړم . او که چیرې سلطان یې ومني نوزه به دهغې په حرم کې دهغې د ښځې په څیر اوسیدل غوره و ګڼم .
اوس چې زمونږ د دعا په مطابق مونږ ته برې په برخه نه شو نو په دې خاطر ډسپنا اوس ستا د ښځې په څیر ستا سره د اوسیدو له پاره تیاره ده . زما خور دا کار په ډیر پاک نیت سره کوي ، درونده سلطانه ! ته هیڅکله هم دا فکر و نه کړې چې زه به ډسپنا ستا په حرم کې داخل کړم او بیا به ستا پر خلاف کومه عمل انجام کړم که چیرې داسې کومه خبره وشوه و درونده سلطانه ! ته چې کله هم وغواړې زما او زما د خور ډسپنا څټونه پرې کولاې شې.
دغه دواړه شرایط چې زما او زما دخور تر منځ د جنګ دپیلامې نه تر مخه پرې خبرې شوې وې ، نو درونده سلطانه ! هغه مو ستا تر مخ بیان کړل ،خو اوس یو دریم شرط زه پر خپل ځان پر خپله ږدم . هغه شرط دادې درونده سلطان ! چې ته به هم پوهیږې او ستا سالار علي پاشا هم ترې خبر دې ، چې د ترانواله د ښار په څنډو کې زمونږه دسپینوزرود طلاو څو کانونه دې درونده سلطانه ! دهغو کانونو څخه د لاسته راغلي زرو څخه مونږ ته پوره ګټه تر لاسه کیږي . نو که چیرې ته زما خور ډسپنا دخپلي ښځې په څیر و مني نو زه به دهغو کانونو څخه د لاسته راغلې زرو څخه هر کال نیمایې ستا په واک کې درکړم ، دا به ستا له اړخه پرما یو ډول د جنګ خراج وي چې زه به یې هرکال تاته په درکولو مجبور واوسم.
د اسټیفن دخبرو وروسته سلطان بایزید په ډیره معنې لرونکې توګه علي پاشا ته وکتل او ورسره یې پټه مشوره وکړه . دمشورې په دوران کې به کله سلطان او کله هم علي پاشا مسکې او خندانه وو، او بیا وروسته کیداې شې دواړه کومې پایلې ته رسیدلې وي نو په دې خاطر بایزید د اسټیفن لورې ته وکتل او ورته یې وویل :
اسټیفنه ! زه تیار یم ستا خور ډسپنا د خپلې ښځې په څیر قبوله کړم . په دې کې شک نه شته چې ډسپنا د اروپا په ډیرو زیاتو ښایسته و ښځو کې یوه ده. دخلکو څخه مې اوریدلې و چې په اروپا کې دهغې دښایست خبرې هر لورې ته خپرې وې . خو دهغې د ښځې د قبلولو سره زما یو شرط هم تړلې دې .
د سلطان بایزید په دې خبره ډسپنا ټکان وخوړ او د سلطان په لور یې مخ را واړاوه ، تر څنګ یې ورور اسټیفن هم د سلطان په لور په پوښتنه کونکې څیره مخ کړ . سلطان د لږ څه فکرکولو وروسته وویل :
اسټیفنه ! ستا خور ډسپنا د ښځې د منلو په څیر زما شرط دادې چې تر هر څه لمړۍ هغه عیسایت پریږدي او اسلام و مني . که چیرې هغه همداسې وکړي نو زه تیار یم چې هغه د خپلې ښځې په څیر ومنم .
دسلطان دې خبرې د ډسپنا په مخ باندې د خوشحالۍ او مسکا نښې را و ځلولې .د هغې په سترګو کې ډیرې زیاتې خوشحاليو نڅا کوله ، تر یوه وخته پورې خور او ورور یو بل ته په ډاډ منه توګه کتل او ددې وروسته اسټیفن د سلطان په لور وکتل او په ډیر ادب سره يي وویل :
دورنده سلطان ! لکه څنګه مې چې پخوا وویل د جنګ دپیلامې تر مخه مونږ په یسوع مسیح باندې سوګند کړې و او دهغې نه مو په دې شرط کومک غوښتې و چې مونږ ته بری راکړي او که نه نو دا(ډسپنا) به عیسایت پریږدې او اسلام به و مني . نو درونده سلطانه ! ډسپنا لا د پخوا څخه اسلام منلې دې ، او ته یې د اسلام په دین کې ور داخله کړه .
د اسټیفن په ځواب باندې سلطان ډیر ډاډ من او خوشحاله شو ، او بیا یې وویل :
ستاسې لمړۍ شرط ماو منوده چې ته به پس له دې زما تابع ، مطیع او فرمانبرداره اوسې او دخپلې خور د خپلوۍ په اساس به ته زما تر څنګ زما د دښمنانو په مقابل کې جنګیږي . زه ستا ددې غوښتنو او ددې ارادو درنښت کوم. خو تر هغې چې ستا د بل شرط پورې اړه لري هغه هم حل شو .ځکه چې ډسپنا به تر لږه ځنډه وروسته د اسلام په دایر ه کې راشي او زه به هغه د خپلې ښځې په څیر و منم ، خو ګرانه ! ستا دریم شرط زما له پاره دمنلو وړ نه دې . اوس چې ته خپله خور زما په حرم کې ما ته پریږدې نو په دې خاطر ستا له ماسره د ورورولۍ رشته جوړیږي . نو زه به څه ډول د خپل ورور څخه د جنګ خراج واخلم ؟ نو په دې خاطر تا چې ماته د ترانواله د کانونو د یوې برخې د راکولو کوم وړاندیز کړې و هغه ماته د منلو وړ نه دې .
دسلطان بایزید ددې سخاوت په واسطه د ډسپنا د زړه غوټۍ و غوړیدې او دخوشحالیونه په کالیو کې نه ځایده ، اسټیفن هم تر یو وخته پورې خندان ناست و ، او یو ځل بیا یې سلطان ته په عاجزانه توګه وویل :
درونده سلطان ! ، که چیرې ته ماته دورور په سترګو کورې ، نو زه به د ورور په څیر د هغې کانونو یوه برخه ستا په قدمونو کې نظر کوم، داسې و ګڼه چې هغه برخه دخراچ په څیر نه بلکه خپلې خور ډسپنا ته به د هغې کانونو دلاسته راوړنو نیمایې هر کال ستاسې په خدمت کې وړاندې کوم.
د اسټیفن په ډیر اصرار او فشار سره سلطان دهغه هغه دریم شرط هم و منوده او تر څنګ یې ناست علي پاشا ته وکتل او ورته یې وویل :
علي پاشا زویه ! زه همدا اوس د لښکر قاضې را بولم تر څو هغه ډسپنا په اسلام کې داخله کړي ، دهغې وروسته به زه ډسپنا د خپلې ښځې په څیر په نکاح کړم . خو زه به دلته یوازې یوه شپه تم کیږم. او سبا به دخپل لښکر سره یو ځاې د بروصې په لور خوزیږم . اسټیفن به هم دخپل لښکر سره یو ځاې د خپل مرکز په لور خوزیږي ، خو علي پاشا زویه ! ته به همدلته په رومیلیا کې د خپل لښکر سره یو ځاې تم کیږې . او د همدې ځایه به د اروپایې ځواکونو څارنه کوې . په دې وخت کې ته د خپل پلار او دواړو ورونو د وژونکو څخه هم بدله اخستلاې شې ، تا په دې لږ کې څه پرمختګ هم کړې دې دهغوې څخه دې دوه کسان له منځه وړې دې او دنورو نښې نښانې دې هم تر لاسه کړې . نو شونې ده چې ته به دهغو پاتو معامله هم ور خلاصه کړې او په خپلو کاروو کې به بریالې را ووزې ، ګوره زویه ! زما په دې خبرو خو کومه نیوکه ، اعتراض نه لري که لری یې نورا ته یې ووایه.
علي پاشا ورته وویل : محترم سلطان ! زه په دې لړ کې هیڅ ډول خبره نه لرم و، ته پوهیږې چې ستا هره خبره د علي پاشا له پاره دحکم په څیر ده . زه به ستا دحکم په اساس دخپل لښکر سره یو ځاې د رومیلیا په ولایت کې تم شم . او ددې تم کیدو په وخت کې که زما خداې و غواړې نو زه به دخپلو دښمنانو معاملات هم ور خلاص کړم .
د علي پاشا په دې ځواب باندې سلطان ډیر زیات خوشحاله شو، بیا دسلطان دحکم په اساس د لښکر قاضې را وبلل شو ، او هغه د اسټیفن په موجودیت کې ډسپنا د اسلام په دایره کې ور داخله کړه ، دهغې وروسته قاضې د سلطان او ډسپنا تر منځ شرعي نکاح و تړله، د ډسپنا سره ددې رشتې وروسته سلطان یوازې یوه شپه هلته تم شو او دهغې وروسته سلطان د ډسپنا او خپل لښکر سره یو ځاې د جنګ ددې میدانونو څخه د بروصې د ښار په لور روان شو . علي پاشا هم د سلطان سره یو ځاې دهغه ځایه کوچ وکړ او د رومیلیاد ولایت تر هغه ځایه یې سلطان بدرګه کړ د کومه ځایه چې یې ورسره د جنګ د ډګر په لور کوچ کړې و . سلطان ته یې دهمغه ځایه خدای پامانی وویله او بیا یې د خپل لښکر له پاره د پړاو او خیمه کیدو حکم وکړ.
پرلپسې لري ……