په غزني ولايت کې پارېدلو لاريون کوونکو دامريکايانو په خلاف په خپلو شعارونو کې غوښتنه کوله چې دتېري شپې بريد کوونکي دي محاکمه شي . دوى داحتجاج په ډول دکابل کندهار لويه لاره بنده کړې او وايي چې پردوى او سيمه ييزو اوسېدونکو تېره شپه نړۍ والوځواکونو ناهکه بريد کړى دى . لاريون کوونکي ډېر خواشيني ښکارېدل او په جزباتي اندازيې دامرګ پر امريکايي ځواکونو شعارونه ورکول ، افغان چارواکي کوښښ کوي چې دبريد کوونکو غوسه راټيټه کړي. دغزني ښار په بشپړه توګه تړلى دى .