کور / تازه خبرونه / ملي امنيت: پنځه وسله وال ونيول سول

ملي امنيت: پنځه وسله وال ونيول سول

د افغان استخباراتو وياند سعيد انصاري د سې شنبې په ورځ په کابل کي خبريالانو ته د پنځو شکمنو کسانو د نيولو خبر ورکړ.
د ملي امنيت وياند وايي پر دوى باندي شک دئ چي د کابل د تېري اونۍ په وسله والو حملو او ځانمرګو بريدونو کي لاس لري.
د سعيد انصاري په وينا د دغو پنځو کسانو له منځه د کمال الدين الياس عبدالله په نوم يو تن د جنوري د ١٨ – مي تر بريدونو ٢٤ ساعته وروسته نيول سوئ وو، چي وروسته يې د عبدالملک په نوم د دوى د مشر ځاى ورته ښودلى وو او عبدالملک اقرار کړئ چي کابل ته يې د جنوري پر ١٨ – مه نهه ځانمرګي بريدکوونکي ننه ايستلي وو، او هغوى ته يې د ځانمرګو بريدونو صدرۍ هم جوړي کړي وې.