کور / تازه خبرونه / اوباما د افغانانو د روزلو لپاره نور ۱۴٫۲ بلیونه وغوښتل

اوباما د افغانانو د روزلو لپاره نور ۱۴٫۲ بلیونه وغوښتل

رویټر خبر ورکوی چی بارک اوباما د کانګریس څخه د افغان امنیتی ځواکونو د روزلو لپاره نور ۱۴٫۲ بلیونه ډالره وغوښتل . کانګریس په روان کال کی ۶٫۶ بلیونه ډالره منظور کړي وو خو اوباما اوس نور هم غواړی . خبر زیاتوی چی پنتاګون هم د سږ کال لپاره په همدې هدف ۲٫۶ بلیونه ډالره غوښتی او د راتلونکي کال لپاره ۱۱٫۶ بلیونه ډالره نور غواړی تر څو افغان اردو او پولیس وروزی . واشنګټن په سرعت او تلوار سره غواړی چی افغان امنیتی ځواکونه ( لکه استخبارات ، اردو ، پولیس او ملیشې ) ژر ژر پر پښو ودروی تر څو خپل تلفات یې لږ او هغوی د طالبانو حملو ته ورمخته کړي .
د یو بل خبر له مخی چی اسوشیټیډ پریس ورکړ ، ویل کیږی چی نن په کابل کی د امریکا د پوځی اډې تر څنګ د موټر یوه بمی حمله وسوه چی شپږ ملکی خلک یې ژوبل کړل خو امریکایانو ته رسېدلي تلفات تر اوسه معلوم نه دي . طالبانو د دې حملې مسؤلیت منلی دی .