درفيع الله مندوخېل صاحب په نامه يوه ورور زما ددې شعر ستاينه کړې وه، کور يې ودان، خو ورته يې ليکلي ول، چې شاعره يې ښځينه او نومورکې ده. تر دې مخکې زما داشعر په ځينو ويبپاڼو او لر اوبر کې هم خپور شوى و، خو نيمګړى.بيا يې ځکه خپروم چې شاعره نه، بلکې شاعر يې پيدا او ژوندى دى. دا شعر ما دخوب تر سرليک لاندې ليکلى چې:
د سپين غره په لمنو کې د امريکايي ځواکونو په هوايي بمبارۍ کې يوه شهيده شوې پېغله خپل جانان ته په خوب کې ورځي او ورته داسې وايي :
خوب
زما سلام وايه په لولپه ګودر جانانه
بيا مې د پېغلو په ټولي د مازيګر جانانه
خپلو همزولو ته كيسې د خپلې مينې كوه
زما خواخوږو ته د څړيكو او پرهر جانانه
درنو درنو بمو وژلې يم د ب دوه پنځوس
ډېرې پرچې مې دي خوړلي سپين ټټر جانانه
د څو بدرنګو په موږ نه وه دلته مينه پېرزو
چې راپسې شولو د چا قاتل نظر جانانه
د زړه له سوزه به دې وكړې ترنم كې ټپې
ما به سندره زمزمه كړه په هنر جانانه
چې مرور به شوې له ما نه په وړو خبرو
څومره پښتون وې په زړه سخت وې ستمګرجانانه
كه در يادېږم ورته كېنه راشه ويې ګوره
زما په وينو سرې لمنې د سپين غر جانانه
اوس مې تصوير په تخيل كې ځان سره جوړوه
د ښاپېريو په څېر ښكلى انځورګر جانانه
راته دعا كوه پر ځاى د لپو لپو اوښكو
زه درنه لاړم د ټول عمر په سفر جانانه
نقيب احمد اتل – ننګرهار