غزل
ته يې لښته د ګلاب په تا برسات دى
ماته مه راکوه غم زړګى مې مات دى
ستا خبرې دي سندرې او شکرې
ترنم دې له جادونه پسې زيات دى
عشق ناځوانه مې راکاږي ميخانې ته
لمونځ مې هېردې رانه پاتې اوس جومات دى
ستا زړګى د غزنوي محمود زړګى دى
زما زړه داستا دمينې سومنات دى
نه يې ورور شته نه يې خپل شته نه خواخوږى
ستا اتل چاته مېراث نه دى ميرات دى
نقيب احمد اتل