دافغانستان ددفاع وزارت په خپره شوې خبرپانه کې وايي چې دپکتيا وليت په زرمت ولسوالي کې دځانګړو عملياتو پر مهال دطالبانو سره دتړاو په تور درې شکمن کسان نيولي دي . خبر پاڼه چې شېبې وړاندي لراوبر ويپاڼي ته راورسېده زياته وي چې دکندهار ولايت په ژېړۍ ولسوالي کې دهغو عملياتو پرمهال چې دسپين بولدک پر لور پېل شوي وو 15 ډزه دټانک مرمۍ هم نيول شوي دي .