بهرني ځواکونه په هلمند کي اکثره وختونه داسي کارونه سر ته رسوي چي په هغه باندي د افغانستان ولس د مخالف لوري سره يوالي ته هڅوي .
تر څنګ ددې چي دوئ هغه اهداف چي تر راتګ يې وړاندي دوئ ژمنه کړې وه پلي کړي ، نور کارونه کوي .
افغان ولس په څو څو واره پاڅون وکړ ، روښانه بېلګي يې نژدي هر نړيوال او هيوادوال په رسنيو کي ليدلي دي ، اړتيا ورته د ښکاره کولو نسته ، او نه به هم څوک پاته وي چي خبر نه وي .
د سهيلي سيمو اوسيدونکي د افغاني او بهرنيو سرتيرو له لاسه د يوې ترخې شپې کيسې کوي.
د لښکرګاه په بيړني روغتون (Emergency Hospital) کي يو ځوان پر بستر کي پروت دی، ستونی يې بنداژ سوی دی، له خولې يې په سختۍ خبره راوزي. هغه خپل لاس په ټپ باندي ايښی، خبري يې بندي بندي کيږي، هغه پسيږي او وايي: “زما دوه وروڼه! زما دوه وروڼه!”
هغه عبدالمنان نوميږي، خو ځايي خلک هغه ته “نانواي” وايې، هغه د هلمند ولايت د ګرمسېر د سهيلي ولسوالۍ د توبې له کلې څه ناڅه دوه کيلومتره وړاندې د لکړۍ په سيمه کې د ډوډۍ پخولو يوه هټۍ لري.
هغه د نومبر د مياشتې په اتلسمه د توبې په کلې باندې د شپې له پلوه د افغان او بهرنيو ځواکونو له خوا په اورميږ باندې ټپونه خوړلي و، د سترګو ليدلی شاهدان وايې، سرتېرو په يو بريد کې چې آن د افغاني جګړې له کچې څخه وتلې خبره وه، اتلس تنه ولسي خلک ووژل.
سره له دې چې بريد درې اوونۍ دمخه تر سره سوي و، خو له هلمند بهر لا د هغې په هکله نه کوم خبر خپور سوي و او نه کومه تبصره سوې وه.
عبدالمنان وويل: “د شپې د دوو بجو په شاوخوا کي مو د الوتکو غړمبهار تر غوږ سو. له خوبه پاڅېدم. شاوخوا مې وکتل، خو څه شي مي سترګو ته رانغلل، دوه وروڼه مې چې په بلې کوټې کې وېده و راغلل او ويي ويل څه خبره ده؟
ما ورته وويل، څه شي نسته،و لاړ سئ، وېده سئ. هغوي زما له خبرې سره سم ولاړل او پرېوتل .”
“وروسته مې يو غږ واورېد. بهر ته مي وکتل، وسله وال مې تر سترګو سول. هغوئ راوختل او زما د وروڼو کوټې ته ورننوتل. له هغوئ يې وپوښتل، طالبان ياست؟ يو ورور مې وويل، نه، موږ هټيوال يو. راسه او کور مو تالاسي کړه، موږ نه ټوپک لرو، نه بل څه شی. سرتېري هغه په هماغه ځای وويشت. زما هغه بل ورور يي ماته راوست او د هغه لاسونه يي وتړل. وروسته يي د هغه ستونی ورپرې کړ. ما د هغه سوڼار اورېدی. ما لا د هغه اواز اورېدی، چې هغوئ ماته رانژدي سول.”
“يو سرتېري لږ شانته په پښتو خبري کولې. هغوئ له ما وپوښتل، که موږ طالبان واوسو، ما ورته وويل، نه موږ هټيوال يو. هغوئ زه دېوال ته مخامخ ودرولم او لاسونه يي را وتړل. هغوئ چاړه زما اورمېږ ته ونېوله او درې ځلې يې پرې کړم. بيا يي راباندې يو زوړ ترپال واچاوه او و لاړل.”
“خو زه نه وم مړ سوي.”
کله چې عبدالمنان د ترپال لاندې پروت و او لاس يې د ستوني په ټپ باندې ايښی و، سرتيري په کور کې ګرځېدل او ماشومانو چيغي وهلې.
هغه وويل، کله چې له کم و زيات نيم ساعت وروسته سرتېرې ولاړل، “زه ودرېدلم او د ورور خوا ته مي ولاړم. د هغه بدن يخ و.”
ښځي او ماشومان ژوندي او له نورو کورونو څخه له راغلو خلکو سره يوځای په بلي کوټې کي وه ، هغه وويل: “هرچا چېغي او کوکاري وهلې.”
سهار ته عبدالمنان د لښکرګاه روغتون ته راوړل سو.
هغه وويل: “زه ژوندي پاته سوم. خو وروڼه مي مړه سول. اوس څه وکړم؟”
د هلمند ولايت اوسيدونکي له تېرو څو مياشتو راهيسې له هوايي بمبارۍ سره اموخته دي. څنګه چې طالبان او بهرني ځواکونه د ولايت د کنټرول لپاره له يو بل سره جګړ ه کوي، ولسي خلک تل په منځ کې ګير پاته وي.
نړيوال ځواکونه پر طالبانو باندې تور پورې کوي، چې ښځې او ماشومان د “انساني ډال” په توګه کاروي. په داسې حال کې چې طالبان او په زياتيدونکي توګه افغان حکومت په بهرنيو پوځونو باندې د انساني ژوند په هکله په بېرحمۍ او بې پروايې تورنوي.
خو کوم کار چې په توبې کې رامنځته سو له هوايي ويرونکي او بمبارۍ څخه بيخي بل راز و، چې کورونه او کورنۍ ورانوي.
د عبدالمنان کيسه په لښکرګاه کي په روغتون کې ماته د درملنې لاندې د توبې د کلي نورو ناروغانو او د هغوئ پايوازانو وکړه.
ټولو په يوه خوله ويل، چې سرتېرو دروازې ماتولې، ماشومان يي ويشتل او ستوني يي پرې کول. هغوئ ويل، بريد د د سهار په دوو بجو د څرخي الوتکو له غړمبهار سره يوځای، چې په لسګونه افغان او بهرني سرتېرې يې هلته راوړل، پيل سوي و.
د نبي جان په نوم يو سړي وويل: “د يکشنبې د سهار په دوو بجو بهرني ځواکونه زما کور ته راننوتل او زما ماشومان يي په زانګو کې وويشتل. ما د هغوئ پاشل سوي ماغزه په خپلو لاسونو راټول کړل او د هغوئ له بدنونو سره مې کښېښودل.”
هغه په ژړه غوني اواز وويل: “هغوئ په دې شپه اتلس تنه ووژل. زه سوګند يادوم، چې هغوئ يو هم طالب جنګيالی نه و. هغوئ ولسي خلک ووژل، زما په څېر خلک، خالي بزګران، که په ما دې باور نه راځي،نو راځه راسره هديري ته لاړ شه. زه به مړي راوباسم، چې و يې ګورې.”
د نبي جان د وينا له مخي سرتيري د سهار د پنځو بجو په شاوخوا کې، چې لا تياره وه، لاړل. هغه او د کورنۍ نورې پاته غړي يي اوس د ژمې په يخنۍ کې د سيند په غاړه اوسيږي او له ويري کورته نه سي ستنېدلاي.
د هغه يو ګاونډي، بورجان، چې په لښکرګاه کې د روغتون بهر ولا ړ دي، د نبي جان د خبرو پخلي وکړ.
هغه وويل: “ما دا هرڅه په خپلو سترګو ولېدل. سرتېري زموږ کورنو ته راغلل. په بسترو کې د ويدو خلکو په ګډون، يې هرڅوک چې په مخه راتلل، ويشتل يې. په يو کور کې يي ماشومان په زانګو کې وويشتل. د درېوتنو ستونې يي پرې کړل، خو يو يې ژوندي پاته سو. هغه اوس همدلته په دې روغتون کې بستر دی.”
د بورجان د وينا له مخې د وژل سوو خلکو شمېره اوولسو تنو ته رسيده.
د نورمحمد په نوم يو بل سړی، چې له روغتون بهر ولاړ و، وويل: “په دې بريد کې زما د اکا دوه زامن ووژل سول.”
هغه وويل: “د شپې مهال و، چې د الوتکو ږغ مو واورېد. سرتېري زموږ کورته راغلل. موږ پټ سولو او دروازه مو بېرته نه کړه. هغوئ دروازه ماته کړه. کله چې کور ته راننوتل، نو په ډزو يې پيل وکړ،څلور تنه يې ووژل. هغوئ بهرني او د افغان اردو سرتېري وه. کله چې تلل، نو په هرچايې ډزې کولې.”
ګرمسېر د لښکرګاه سهيل ته د اويا کيلومترو په شاوخوا کي د پاکستان پولې ته څېرمه پرته ولسوالي ده. د هغې ليروالي او د پولي دواړو خواوو ته ازاد تګ راتګ دا ولسوالي په دې ډېر ناامنه ولايت کې تر ټولو ناکراره سيمه ګرځولې ده.
طالبان د يو څو دولتي ودانيو پرته نوره ټوله ولسوالۍ کنټرولوي. د اردو او د طالبانو تر منځ تل مدام جګړې روانې وي.
له هغې سره سره د توبې د کلي کيسه استثنا ده او څنګه چې خبرونه په هلمند کې په چټکۍ سره له يوې خولې څخه بلې ته ورځي، نو ناامنۍ ته پکي وهلای سي. د نومبر په شلمه د هغه ولسوالۍ د سلو تنو په شاوخوا کې سپين ږيري لښکرګاه ته راغلل، ترڅو له حکومتي استازو سره د ملي امنيت په رياست کې خبرې وکړي.
داحساساتو دې ډکې غونډې ته د ولايت بيارغاونې د ډلې، چې په هلمند کې د امنيت د تامين او بيارغاونې کارونه په ګډه پر مخ وړي او د ناتو تر مشرۍ لاندې د نړيوالو سوله ساتو ځواکونو تر قوماندې لاندې کار کوي، استازي راغلي وه.
لويانو غوښتل، چې بهرني ځواکونه دې د ګرمسېر له ولسوالۍ بهر ميشته وي او بايد نور پوځي عمليات تر سره نه سي.
د سپين ږيرو د پلاوي يو غړي، خان اغا وويل: “موږ له حکومت او ناتو څخه کرکه کوو، ځکه هغوئ زموږ ښځې او لويان وژني. هغوي موږ خپل ژوند ته نه پريږيدي. هغوي موږ حلالوي.”
خان اغا وويل هغه د ملي اردو مخالفت ته ملا تړلې ده.
نوموړي وويل: “دا بس دي، چې بهرني ځواکونه دا ناوړه کارونه کوي. اوس وروسه ملي اردو هم غاړه سوې ده. موږ په دې خپه يو، چې آن افغانان په موږ زړه سوي نه کوي. ما پخوا له اردو سره همکاري کوله، خو که اوس مې فرصت په لاس راسي، نو خپل زړه به ور باندي يخ کړم.”
سپين ږېرو يو په بل پسې خپلې کيسې واورولې. ټولې لږ و ډېر يو راز وې.
يو بوډا چې په ډېرو ستونزو تللاي سو او د خبرو پر مهال يي په مخ اوښکې راروانې وې، وويل: “زما نوم علي محمد دي. دشپې مهال و، چې وسله وال سړي زما کور ته راننوتل او دوه زامن يي راته وويشتل. يو ېې يوازې يوه مياشت دمخه واده کړي وه. زما زامن د طالبانو غړي نه وه. هغوئ بزګران وه. موږ بېوزلي بزګران يو.”
د هلمند ولايت د پوليسو قوماندان، محمد حسين انډېوال سپين ږېرو ته اوږدې خبرې وکړې. هغه وويل، زه به د توبې د مشرانو خبره د نړيوالو ځواکونو غوږونو ته ورسوم.
هغه سپين ږيرو ته وويل: “زه ستاسو په خوږ پوهېږم. په دې خبره آن د ډبرې زړه ويلي کيږي. زه به له بهرنيانو سره خبرې وکړم او ژمنه به ترې واخلم، چې نور ولسي خلک ونه وژني.”
د ولايتي بيارغاوني د ډلې د وينا له مخې د توبې د کلي پېښه تر څېړنو لاندې ده.
د ولايتي بيارغاونې د ډلې يو چارواکي د نوم د نه څرګندولو په شرط وويل: “هغه مهال په “ګرمسېر کې” عمليات روان وه. موږ ته د ځينو ادعاګانو رپوټونه رارسيدلي وه. موږ هغه مهال ددې پيښې په هکله کره شواهد نه درلودل. اوس په دې هکله څېړنې روانې دي.”
که فرض کړو، چې د توبې د خلکو ادعاګانې سمي وې، نو دا به ستونزمنه وي چې پړه پر چا واچول سي.
په هلمند کې پوځي بېلا بېلې ډلې فعاليت کوي. هغوي ټول د برتانيې تر مشرۍ لاندې ايساف ته مسوول نه دي او نه په ښکېلتيا کې قواعد پلي کوي.
د امريکا تر مشرۍ لاندې ائتلاف هم په نوموړي ولايت کې سرتېري لري. امريکايي ځانګړی ځواک له افغاني اردو سره کار کوي او هغوي ته روزنه ورکوي.
د ولايتي بيارغاونې چارواکي، چې ښايي په دې پېښې کې لوی لاس ولري، د څه ويلو لپاره لاس ته رانغلل.
زياتره هلمنديان د برتانويانو، امريکايانو، کاناډايانو، ډنمارکيانو او نورو ترمنځ توپير نه سي کولاي او ټول د بهرنيانو په نوم يادوي.
د هلمند د امنيې قوماندان په بهرنيانو باندې د هلمند ولايت د ټولو ستونزو د اچولو په هکله له احتياط څخه کار واخيست او راټولو سوو مشرانو ته يې وويل، چي د تېرو ديرشو کلونو ناخوالو ته وګورئ.
هغه په نوي يمو کلونو کي کور ګډو جګړو ته په ګوتې نيولو وويل: “هرکله چې مو هيله پېدا سوې، چې هېواد به مو ودان سي، زده کړې به له سره پيل سي، ډاکټران، انجينران او روغتونونه … به ولرلاي سو، نو په بل ناتار کې ورلوېدلې يو. کله چې روسانو ماتې وخوړله، زموږ خپلو قوماندانانو شرارت پيل کړ.”
“داسې کارونه په کابل کې وسول، چې د روسانو له مهال څخه ناوړه وه. دا کارونه چا وکړل؟ آيا هغوئ برتانويان وه؟ آيا هغوئ هالنډيان وه؟ آيا هغوئ امريکايان وه؟ نه، هغه موږ و، چې دا ټول مو وکړل.”
انډيوال د ستونزو په له منځه وړلو کې د خلکو د مرستې غوښتنه وکړه.
هغه وويل: “که تاسو خپله د کارونو په ښه کولو کې برخه وانخلئ، نو ښايې دوه کاله وروسته هيڅ شي هم پاته نه سي. اجازه راکړئ ستاسو کلي ته راسو. موږ به تاسوته غوږ کېدو او له تاسوسره به کار وکړو.”
په دې وخت کې يو بوډا سړي له يوکونج څخه پاڅېد. د لاس په لکړې يي ډډه لګولې او په رېږدېدلي ږغ يې وويل:
“بس، دا نو زموږ غلطي وه؟ تاسې، حکومت امنيت نه سئ راوستلاي. تاسو زموږښوونځي وتړل. دلته ډېر هېوادونه راغلي دي. هغوي څه نه سي کولاي. نو موږ به څه وکړو؟”
يادونه :
ددې ليکني په چاره کي ګران ملګري عزيز احمد تسل مرسته راسره وکړه .