په هغه ځانمرګي بريد کي چي د هلمند په ولايت کي د شنبې په ماځيګر ناوخته پر بهرنيو ځواکونو سوئ وو، يو تن امريکايي سمندري عسکر هم وژل سوئ دئ.
دغه بريد چي په خانشين ولسوالي کي د بهرنيو ځواکونو پر يوه کتار سوئ وو، هغه مهال يې يوازي له امله د دوو ملکي کسانو د مړيني او دوو د ټپي کېدو خبر ورکړى وو.
نن د دوشنبې په ورځ امريکا ومنله چي په هغه بريد کي د جرمي کېن په نوم يو ٢٢ کلن سمندري عسکر وژل سوئ وو.
د امريکا پوځ وايي د دې عسکر نيکه هم سمندري پوځي وو او پلار يې هم په پوځ کي دنده لري، د نوموړي مور ويلي دا يې د زوى وظيفه وه چي د خپل هيواد د ګټو په خاطر په افغانستان کي ځان قربان کړي.
د دغه عسکر په مړېنه د لروبر ويبپاڼي د ياداښت له مخي د جنوري په مياشت کي د امريکايي عسکرو د مړو شمېر ٢٧ تنو ته ورسېدئ.