کور / تازه خبرونه / طالبان: اته بهرنيان او شپږ کورني عسکر وژل سوي

طالبان: اته بهرنيان او شپږ کورني عسکر وژل سوي

د توري بوړي د محاذ وياند قاري سجاد په کونړ ولايت کي له دولتي او بهرنيو عسکرو سره د يوې جګړې په ترڅ کي د اتو بهرنيو عسکرو او شپږو کورنيو پوځيانو د مړيني خبر ورکړ.
د نوموړي په وينا دغه جګړه چي نيژدې يو نيم ساعت يې دوام کړئ د نوآباد پل ته څرمه پر دوو امنيتي پوستو د طالبانو د بريد له امله سوې ده.
قاري سجاد وايي په دې جګړه کي بهرنيو پوځيانو بمباري هم کړې، چي له امله يې درې طالبان وژل سوي دي.
د توري بوړي د جنګياليو د دې ادعا د رد او تائېد په هکله لا تر اوسه بهرنيو او افغان مقاماتو څه نه دي ويلي.