کور / تازه خبرونه / د ايتوپيا مسافر وړونکې الوتکه په سمندر کي ولوېده

د ايتوپيا مسافر وړونکې الوتکه په سمندر کي ولوېده

د ايتوپيا هيواد يوه الوتکه د لبنان له مرکز بيروت څخه تر الوتني وروسته د سمند له پاسه لوېدلې او پکښي ناست ٩٠ کسان ټول وژل سوي دي.
د ايتوپيا حکومت ويلي دغه الوتکه تر پرواز وروسته د رادار څخه ناڅاپه ورکه سوه او د لوېدو علت يې تر اوسه نه دئ معلوم.
د سمندر له پاسه څرخکو الوتکو د مړيو د لټون په موخه الوتني پيل کړي چي تر اوسه يې د ٢٣ تنو مړي له اوبو را ايستلي دي.
په الوتکه کي ناست کسان اکثره د حبشې اوسېدونکي دي، خو د امريکا، برتانيې، عراق او ځينو نورو هيوادونو اتباع هم پکښي شامل دي.
د لبنان صدراعظم پر دې پېښه خواشيني څرګنده کړې، خو وايي داسي نښي نه ليدل کېږي چي نوموړې الوتکه دي د کومي ډلي له خوا په قصدي ډول لوېدلې وي.
د بيروت د هوايي ډګر چارواکي وايي له مځکي څخه د الوتکي د پرواز پر مهال په هوا کي تالنده، برېښنا او باران وو چي ښايي له همدې کبله لوېدلې وي.