کور / شعر / غزل

غزل

د وينو جوش د ځوانۍ زور دی لېونی کړي سړی
د ښکلو يو ديدار و اور ته سپيلنی کړي سړی
د مرګ له کومي يې راباسي او نجات ورکوي
دغه طاقت د پاکي ميني دی ژوندی کړي سړی
کوټه سيکه يې خلګ بولي قدر نه ورکوي
تعليم د کاڼي په څېر و تراشي غمی کړي سړی
باداره! شکر دی د مرګ نېټه وي پټه له چا
که سي خبر په غم به خوړين دا خپل زړګی کړي سړی
ابداله! هر څو که خزان وي چي يې غېږ ته ورسم
د خپل هيواد نازک شمال پسرلی پسرلی کړي سړی