د امريکا د دفاع وزارت منلې چي نن د يکشنبې په ورځ يې په افغانستان کي درې عسکر په دوو جلا جلا پېښو کي وژل سوي دي.
د وژل سويو پوځيانو د ځاى په هکله معلومات نه دي ورکړل سوي خو وايي د ماين په دوو جلا جلا چاودنو کي د افغانستان په جنوب کي وژل سوي دي.
په داسي حال کي چي د امريکا يوه متقاعد جنرال په روان کي کال هره مياشت د ٥٠٠ امريکايي پوځيانو د مړيني پېش بيني کړې، که څه هم دې شمېر ته ډېر واټن پاته دئ، خو دا حقيقت په ډاګه کوي چي د تېر کال په تناسب د امريکايي پوځيانو سږني تلفات تر دوه چنده اوښتي هم زياتېږي.
د ٢٠٠٩ کال په جنوري کي ١٣ امريکايي عسکر وژل سوي وو، خو سږکال دا دئ په ٢٤ ورځو کي ٢٦ امريکايي پوځيانو ژوند له لاسه ورکړئ دئ.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه