کور / تازه خبرونه / ملي امنيت: د کابل حملې القاعدې پلان کړي وې

ملي امنيت: د کابل حملې القاعدې پلان کړي وې

د افغان استخباراتو يوه لوړ پوړي چارواکي د يکشنبې په ورځ خبريالانو ته وويل په کابل کي د تېري اونۍ ځانمرګي بريدونه د القاعده شبکې د خوا پلان سوي وو.
محمدنعيم بلوڅ بلوڅ چي نن د يکشنبې په ورځ يې په کابل کي خبريالانو ته خبري کولې وويل د ملي امنيت له خوا يو کس د تېري اونۍ له حملو سره په تړاو نيول سوئ او هغه اقرار کړئ چي دوى د القاعدې له خوا روزل سوي وو.
د کابل ځانمرګي حملې چي تېره اونۍ د جمهوري رياست مخته، د عدليې وزارت، افغانستان بانک، فروشګاه او پښتونستان واټ کي وسوې ١٥ تنه يې مړه او نيژدې اويا تنه يې ټپيان کړل.
دغه حملې چي طالبانو يې مسئوليت پر غاړه واخيستئ د امريکا په ګډون يې د لوېديځو هيوادونو لوړ پوړي جنرالان له تاکتيکي پلوه د طالبانو مهارت ته سلامي کړل.
د ملي امنيت د څرګندونو په هکله يوه افغان کارپوه لروبر ويبپاڼي ته وويل، دغه حملې که القاعدې او يا طالبانو کړي وي، هغوى خپل زور نړۍ ته څرګند کړ، او د کابل د امنيت دپاره يې د افغان حکومت او ٣٤ هيوادونو د استخباراتي سازمانونو ټولي هڅي په اوبو لاهو کړې.