کور / اسلامي / آيا مسلمانان د کعبې عبادت کوي؟

آيا مسلمانان د کعبې عبادت کوي؟

وياند: ډاكتر ذاكر نايك
ژباړه: حضرت علي اغا، ميسور، هندوستان
aliagha_143@yahoo.com

سوال: تاسو هر وخت هندوانو، بودايانو او نور غيرمسلمانانو ته په پرله پسې ډول واياست چې تاسو د بتانو او نورو شيانو پرستش (عبادت) مه كوئ . مګر موږ وېنو چې مسلمانان خپله د يوې تورى خونى (كعبه) او يوې تورى ډبرى (حجرالاسود) چې په عربستان كې موقيعت لرى پرستش (عبادت) كوي دا ولې؟

جواب : ستاسو پوښتنه پر ځاى ده. خو بد بختانه تاسو په اسلام كې د كم علمۍ په سبب په دې موضوع ښه نه ياست پوهيدلي. راسئ چې زه مو د كعبې په مفهوم خبر كړم.

1. د ځمكې مركز: كعبه چې د يوې خونى په شكل معلوميږي د ټولى ځمكې مركزى نقطه ده، او بل دا چې په لمړيو وختونو كې چې كله د اول ځل لپاره مسلمانانو د ځمكې نقشه جوړه كړه، نو كعبه د نقشې په مركزى برخه كې راغله. خو چې بيا څه موده وروسته لويديځ والو د مسلمانانو د جوړى شوي نقشې سرچپه د ځمكې بله نوې نقشه جوړه كړه نو بيا هم د نيكمرغه اوسنى كعبه پكښې د ځمكې مځنۍ نقطه غوره كړه.
2. هره دايره يو مركز لرى: موږ او تاسو ته ښه مالومه ده چې هره دايره يواځى او يواځى يوه مركزى نقطه لرى چې هغې ته د دايرې مركز وايې. ځمكه تقريبا دايروى شكل لرى او د دغې دايرې مركزى نقطه (مركز) كعبه ده. نو موږ چې كله پر كعبه باندي راګرځو نو ددې شاهدى وركوو چې هر شئ مركز لرى، د ځمكې مركز كعبه او د ټولو كايناتو مركز الله جل جلاله دي.
3. كعبه سمت (جهت) دى: كعبه د مسلمانانو د عبادت لپاره د يوه سمت يا طرف حثيت لرى او بس. مسلمانانو هيڅكله نه كعبې ته عبادت كړي او نه يې هم كوي. مسلمانان په يوالى او اتفاق امر كړي دي او هغوي هم پرې عقيده لري، نو ځكه عبادت په وخت ټول په يوه سلا په يوه طرف و يوه معبود ته لمونځ كوي او د هغه نه مرسته او كومك غواړي. كه چېرى كعبه نواى نو بيا به هر مسلمان په خپله خوښه په هر طرف چې يې زړه واى دريدلاې، په داسې حالت كې به يوالى او اتفاق له منځه تللې واي او خودسرانه كارونه به پيل شوي واي. نو چې د لر او بر مسلمانان سره يو شوي وي، دالله جل جلاله امر پر ځاي شوى وى او يوالى رامنځته شوى وى نو بايد د نړۍ ټول مسلمانان د كعبې شريفې په لور ودريږي.
4. الله جل جلاله يو دي: دا جهان ډير لوى او خورا پراخ دى چې د انسان عقل د هغه د لويوالى او ارتوالى په درك كې هر وخت پاته راغلى او هم راځى. دا جهان د يوې دايرې شكل لرى چې خورا لويه، پراخه او ارته ده چې په دې كې نه يواځې ځمكه او هغه څه چې په ځمكه كې دي شامل دي، بلكې اسمانونه، كهكشانونه او نور ډير څه چې زموږ تر ادراك لوړ دي شامل دي. يو وخت يوه صحابى (رض) د سردار كونين محمد مصطفى صل الله عليه وسلم څخه د ځمكې د ارتوالى په باره كې وپوښتل، هغه صل الله عليه وسلم ورته وفرمايل: د الله جل جلاله دا جهان ډير لوى او ارت پيداكړى دى. ته داسې وګڼه چې ستا سره يوه ګوته (انګوشترۍ) ده او ته په يوه لوى دښت كې يې. اوس دغه ګوته په دښت كې پريږده. ددغه ګوتى لويوالى ددغه لوى دښت په نسبت څومره دي؟ دغه ځمكه چې موږ پكښې ژوند كوو د الله جل جلاله په دغه لوى جهان كې دهغه ګوتى مثال لرى. نو ددې څخه دا جوتيږى چې دا نړۍ بې نهايته لويه ده، نو دا ټوله نړۍ خو يو مركز خامخا لرى چې هغه مركز يې الله جل جلاله دى چې دا ټول جهان هغه پيداكړى دى، او پالى يې.
5. مازي يوه توره ډبره ده: د اسلام دوهم خليفه جناب حضرت عمر فاروق رضى الله عنه دا موضوع د تل لپاره د ټولو مسلمانانو او هم غيرمسلمانانو لپاره په ډيره ښه توګه تحليل كړى او حل و فصل كړى ده، او ټولو ته يې دا ښودلې ده چې دا توره خونه (كعبه شريفه) او دا توره ډبره (حجرالاسود) په اسلام كې كوم مقام او حيثت لري. هغه مبارك چې كله د حج په مراسيمو كې د بيت الله (كعبې شريفې) د طواف ځاي ته رسيده نو يې په حجرالاسود لاس كيښود او مچ يې كړه او بيايې وفرمايل: زه په دې پوهيږم چې ته يوه توره ډبره يې نه ماته كومه گټه رسولاى شې او نه كوم نقصان، ځكه دې مچوم چې ما د الله جل جلاله رسول صل الله عليه وسلم ليدلى وو چې ته يې مچ كړي يې او بس. نو له دې ځايه په څرګند ډول مالومه سوه چې مسلمانان د كعبې عبادت نه، بلكې د هغې د پيداكوونكي او مالك عبادت كوي. (بخارى شريف دوهم جلد كتاب الحج)
6. ايا څوك د خپل خداي پر سر خيژى: په نړۍ كې د هيڅ مذهب پيروان د خپل معبود (هغه چې دوې يې عبادت كوي كله بت او نور) د پاسه نه خيژي. بلكې د هغه خورا درناوى او قدر كوي. مګر ټولى نړۍ ته مالومه چې د حضرت محمد صل الله عليه وسلم په وخت چې هغه صل الله عليه وسلم و حضرت بلال رضى الله تعالى عنه ته امر وكړ چې پورته شه او د كعبې د پاسه اذان وكړه نو هغه په وار وار ختلى او د كعبې د پاسه يې اذان كړى دى. ايا داسې ممكنه ده چې څوك دې د خپل خداي پرسر خيژى؟ نو مالومه شوه چې مسلمامان د كعبې عبادت نه كوي.

پورته موضوع ته اړوند يوه لنډه كيسه درته كوم: وايې يو وخت څو ددين تبلغيان هندوستان كې يوه مشور مندير(د هندوانو عبادت ځاى) ته د دعوت په نيت ولاړل او هلته يې خلګ د اسلام سپېڅلى او مبارك دين ته را وبلل، د دعوت په جريان كې يوه پوه هندو ترې وپوښتل چې صاحب زه يوه پوښتنه لرم كه مو راته جواب كړه نو ډيره به ښه وى او موږ حاضر يو چې ستاسو دين ومنو. هغوې ورته وويل پر دواړو سترګو ته دې پوښتنه وكړه. هغه وويل: چې تاسو خو تر موږ غټ بت پرستان ياست د يوې تورى ډبرى عبادت كوي او بيا موږ ته واياست چې د بوتانو عبادت پرېږدي. موږ خو لا په هر صورت ښه خو مو تراشلي دي. تبليغيات هك پك حيران شول چې ولاه ښه وايې. ځكه چې ددوې سره اوس كوم منطقى جواب نه وو. نو ورته يې وويل: چې موږ به يې جواب سبا ته دركړو. دوې په هم هغه ماښام بسترې سره بسته كړې او له هغه ځان د سبا تر راتګ د مخه ولاړل. ځكه جواب يې نه لاره.

ګرانو ورونو او خويندو د اسلام او الله جل جلاله دښمنان هميشه هڅه كوي تر څو زموږ په سپېڅلى او پاك دين او مذهب ډول ډول انتقادونه و لګوي. او په ډول ډول پوښتنو باندي دغه پاك دين په يو ډول نه يو ډول سره غيرحق او بې ځايه ثابت كړى. نو د هر مسلمان اسلامى دنده ده چې د خپل دين په باره كې څه نا څه مالومات حتمى ولرى، تر څو په ميړانه باندي وكولاي شي دې ډول او دې ته ورته نورو پوښتنو ته قرانې، عقلى او منطقى جوابونه وركړى.

د مثال په ډول: كه يو سړى داسې سېمى ته ځې چې هلته د سر او مال خطره وي، غله وي او نا امنه ساحه وي. نو په لمړى ځل او بيا په خالى لاس هغه ډير بيريږى او په ډاډه زړه هلته ورتلاى نه شى. او كه چېرى نوموړى سړى كومه اسلحه د ځان سره ولرى او هغې د چلولو چم يې زده وي نو بيا په هغه ناامنه ساحه باندى په ورتلو دومره نه ډاريږي. بلكې ډاډه پرې ورځى. دى فكر كوي چې د دفاع اله خو سته او مقامت خو كولاي سم.
نو په دې ډول كه هره مسلمانه خور او يا مسلمان ورور د ځان سره اسلامى اسلحه (څه نا څه دينى مالومات) او علم ولرى نو بيابه د مباحثې و ډګر په جګه غاړه وردانګى او خپل دين په پاكو حكمونو كې په ناولى لاسونه شنډوى.

ستاسو د كامرانۍ، سرلوړۍ او خوشحالۍ په هيله.

دا لړۍ دوام لري……..