کور / تازه خبرونه / پښتونخوا: د جاسوسۍ په تور شپږ کسه اعدام سول

پښتونخوا: د جاسوسۍ په تور شپږ کسه اعدام سول

د پښتونخوا ايالت په قبايلي سيمه شمالي وزيرستان کي د ځايي چارواکو لاسته شپږ مړي په لاس ورغلي چي امريکا ته د جاسوسۍ تور پر لګېدلئ دئ.
پوليټيکل چارواکي وايي د دوى له مړيو سره يې يو کاغد موندلئ چي د طالبانو له خوا پر ليکل سوي، دوى د امريکا دپاره جاسوسي کوله او هرڅوک چي د امريکا جاسوسي کوي دغه يې انجام دئ.
ياد سوي مړي د شمالي وزيرستان په رزمک سيمه کي موندل سوي چي د هويت په باب يې څه نه دي ويل سوي.