کور / تازه خبرونه / امريکا: القاعده ښځينه ځانمرګي روزي

امريکا: القاعده ښځينه ځانمرګي روزي

د سپيني ماڼۍ د ترهګرۍ ضد پخوانى مشاور ريچارډ کلارک ادعا کوي چي القاعده اوس پر لوېديځ د حملو دپاره ښځينه ځانمرګي روزي.
ريچارډ کلارک ويلي القاعده پلان لري چي دغه ځانمرګي پر عامه تاسيساتو د حملې دپاره وروزي او وروسته يې په الوتکو، هوايي ډګرونو او لوبغالو کي د حملو دپاره لوېديځو هيوادونو ته ولېږي.
د ريچارډ کلارک په وينا القاعدې ځکه د ښځينه ځانمرګو روزني ته مخه کړې چي د کريسمس په ورځ په يوه امريکايي الوتکه کي د عمر فاروق عبدالمطلب حمله ناکامه سوه.