د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت اعلان وکړ چي په روانه اونۍ کي به ترکيه د افغانستان او ګاونډيو هيوادونو د دوو غونډو کوربه وي.
ټاکل سوې ده چي د جنوري پر ٢٥ او ٢٦ په ترکيه کي د افغانستان، پاکستان او اېران هيوادونو مشران له يو بل سره وويني او د افغانستان د سولي او ثبات په هکله نظرونه سره تبادله کړي.
ترکيې تر دې دمخه هم د افغانستان او پاکستان د مشرانو ليدنو ته زمينه مساعده کړې وه، خو دا لومړى ځل دئ چي اېران هم ګډون پکښي کوي.
د جنوري د ٢٥ مي په غونډه کي به د افغانستان، پاکستان او اېران ولسمشران حامد کرزى، آصف زرداري او محمود احمدي نژاد د ترکيې له جمهور رئيس عبدالله ګل سره غونډه وکړي او د دوهمي ورځي غونډه به يوازي د حامد کرزي، آصف زرداري او عبدالله ګل ترمنځ وسي چي د راپورونو له مخي په افغانستان کي د طالبانو سره د سولي په هکله به درو سرو مشرانو ترمنځ بحث وسي.