کور / تازه خبرونه / اېران: د ريل ګاډۍ په چپه کېدو اته تنه مړه سول

اېران: د ريل ګاډۍ په چپه کېدو اته تنه مړه سول

له مشهد څخه پلازمېني تهران ته تلونکې يوه مسافر وړونکې ريل ګاډۍ له لاري اوښتې چي پکښي ناست اته تنه وژل سوي او تر ٣٠ ډېر ژوبل سوي دي.
د ايران د دولتي آژانس رئيس غلامرضا معصومي وايي د سپرليو ډېروالي او د پېښي سخت والي ته په پام سره ښايي د مړو شمېر تر دې ډېر سي.
د نوموړي په وينا له اوو مړيو څخه شپږ تنې ښځي او يو څلورکلن ماشوم دئ.
له پټلي څخه د ريل ګاډۍ د اوښتلو علت تر اوسه سم نه دئ معلوم چي دغه پېښه په قصدي توګه رامنځته سوې که يې لامل تخنيکي ستونزه يا د چلوونکي بې پروايي ده.