کور / تازه خبرونه / هايټي: د ژغورني مرحله پاى ته ورسېده

هايټي: د ژغورني مرحله پاى ته ورسېده

د هايټي حکومت په دغه هيواد کي د ١١ جنوري تر سختي زلزلې وروسته د تر خاورو لاندي مړيو د راکښلو پروسې ته د پاى ټکى ايښئ دئ.
د حکومت په وينا پرون د جمعې په ورځ يې يوه ٨٤ کلنه ښځه او ٢٢ کلن ځوان ژوندي راوکښل او نور دا پروسه پاى ته رسېدلې ده.
د هايټي په زلزله کي تر اوسه ٩٠٠٠٠ مړي ښخ سوي او څلورلکه انسانان بې کوره سوي دي چي پر نړيوالو مرستو سربېره لا اوسه هم د لوږي له خطر سره مخ دي.
ملګري ملتونه وايي په ورانو سويو سيمو کي د خلګو د راکښلو چاري پاى ته رسېدلي که څوک تر خاورو لاندي وي هم يې د ژوندي راکښلو چانس نسته.
د هايټي حکومت وايي د زرهاوو مړيو له منځه يې د ١٠ ورځو په جريان کي ګرسره ١٣٢ تنه ژوندي راکښلي دي.