کور / تازه خبرونه / پښتونخوا: د پوځ په حملو کي ١٥ وسله وال وژل سوي

پښتونخوا: د پوځ په حملو کي ١٥ وسله وال وژل سوي

د پاکستان پوځ وايي د پښتونخوا ايالت په اورکزى ايجنسي کي د طالب وسله والو سره په جګړه کي د هغوى ١٥ تنه وژل سوي او ٢٢يې ژوندي نيولي دي.
د پوځ په وينا دغه جګړه پرون د اورکزى ايجنسي په دادخېل سيمه کي سوې چي په ترڅ کي يې نهه وسله وال وژل سوي او ٢٢ تنه له خپلو وسلو سره د پوځ لاسته ورغلي دي. دوهمه نښته د فېروزخېلو په سيمه کي نن سهار هغه مهال سوې چي وسله والو د پوځ پر يوه قرارګاه حمله کړې او په جوابي ډزو کي شپږ وسله وال وژل سوي دي. پاکستانى پوځ ادعا کوي چي په سهارنۍ حمله يې د وسله والو درې موټر هم سوځلي، خو وايي په دواړو حملو کي دوه پاکستاني پوځيان ټپيان سوي دي.