کور / تازه خبرونه / برتانيه: د ممکنه حملو له وجي امنيتي تدابير سخت سول

برتانيه: د ممکنه حملو له وجي امنيتي تدابير سخت سول

د برتانيې د کورنيو چارو وزير الن جانس امنيتي ادارو ته د سختو امنيتي تدابيرو د پلي کولو امر کړئ چي په وينا يې هيواد يې له ممکنه ترهګرو بريدونو سره مخ دئ.
د کورنيو چارو وزير په ټولو هوايي ډګرونو او نورو حساسو نقطو کي د امنيتي انتظام د سختوالي حکم کړئ، خو په يوه ټلوېزوني وينا کي يې له برتانويانو څخه غوښتي چي په دې هکله اندېښنه ونکړي.
د برتانيې حکومت پر داسي مهال په دې هيواد کي د امنيتي تياري خبر ورکوي چي دغه هيواد راتلونکې اونۍ د افغانستان په هکله د نړيوال کنفرانس کوربه دئ.
ټاکل سوې ده په دغه کنفرانس کي د افغانستان ولسمشر حامد کرزى، د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون، د امريکا خارجه وزيره هيلري کلنټن، د المان صدراعظمه انجيلا ميرکل، د ناټو سازمان مشر انډري فوګ راسموسن او د نيژدې ٤٠ هيوادونو استازي ګډون وکړي.